پاکستاني طالبانو د لاهور د چاودنې مسؤولیت په غاړه واخیست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان تحریک طالبان ډلې نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د لاهور ښار په رایونډ سیمه کې د برید مسؤولیت په غاړه اخلي او ادعا یې کړې چې په دغه برید کې دیرش تنو ته نیژدې پولیس او استخباراتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند محمد خراساني زیاته کړې چې دغه برید یې د یوه سرتیري بریدګر په واسطه تر سره کړی چې نوم یې هم محمد یعقوب غازي ښودلی دی.

د تفصیلاتو سره سم تېره شپه نهه بجې شاوخوا د لاهور په رایونډ سیمه کې د تبلیغیانو اجتماع ته نیژدې د پولیسو پر یوه چیک پوسټ چاودنه وشوه چې له امله یې د پاکستاني چارواکو په وینا د پنځو پولیسو په ګډون نهه تنه ووژل شول او ۲۰ تنه نور پولیس او عام وګړي ټپیان شول.

د لاهور پولیسو یوه چارواکي ډي آی جي اپریشنز ډاکټر حیدر اشرف ډان نیوز ته وویل: شاوخوا نهه بجې او شل بالا، یو تنکی ځوان د پولیسو خواته راغی، کله چې یوه پولیس د هغه د منعه کولو هڅه وکړه، هغه ځانته چاودنه ورکړه چې له امله یې په چیک پوسټ کې شته ټول ۱۲ تنه پولیس ټپيان شول چې پنځه تنو یې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او همداسي سیمې ته نیژدې لارویانو ته هم درنه مرګ ژوبله ورسیده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د