نظــر

د اشرف غني له پلویانو څو پوښتنې!

د څه مودې راهيسې كله چې د فيسبوك پاڼه پرانېزم؛ نو سمدلاسه مي سترګي د صليبيانو لخوا تش په نامه نوماندانو لګېږي او بيا ورسره جوخت ځیني دوستانو ورسره يادگاري عكسونه هم اخيستي او په ډير وياړ ولاړ دي، چې زه يې د١٩٨٣ع كال زړو يادونو ته بوتلم.

په دغه كال كي زه ډهلي ته تللی وم؛ نو هلته مي د جلال اباد د ښار څخه راغلي دوستان وليدل په ډيره بېړتيا يې را سره روغبړ وكړ .ويل یې چي مومبئي ته روان يوو او اورگاډی را څخه ځي او چې بېرته را ستانه شولو ، بيا به بنډار وكړو خو كله چې راغلل؛ نو سره كښيناستو په خبرو خبرو كې مې تپوس ترې وكړ، چي يارانو خير خو به و، په مومبئي كي مو څه كول؟ نو دوی را غبرګه كړه، چې هلته په جوهو (.) كي مو د دهرمندر او داراسنگهه سره عكسونه اخيستل او هلته مو ورته ډېر انتظار ويستلو، ترڅو چي د هغو لخوا ومنل شوو. نو ما بيا تپوس وكړ، چې دا دومره خرچه، د راتگ كړاونه مو د څه لپاره وزغمل او گټه به يې څه وي ؟

دوی را غبرگه كړه: پريده ياره كله چې بېرته جلال اباد ته ورسيدو؛ نو خپلوانو او دوستانو ته به يې په ثبوت وښايو، چې موږ ډېر مهم كسان يوو، چي هندي فلمي لوبغاړو بلنه را كړې وه او مېلمانه يي وو؛ نو ما خپله پوښتنه بيا ورغبرگه كړه چې بيا؟ ويل يې، دشخصيت جوړونه خوهمداسي كيږي.

يو شاعر وايي: (عطر انست كه خود بويد، نه آنكه عطار گويد.)

گرانو لوستونكو! اكثره پښتانه ليكي چې اشرف غني احمدزی كه د صليبيانو لخوا منتخب شي دا به د پښتنو په گټه وي. په ډېري بخښنې سره كه چېرته زما څو پوښتنو ته ځواب ووايي؛ د حده وتلی به خوشحاله شم:

١-ښاغلی ډاكتر صيب چې د ډاكتر نجيب الله مشاور و، پښتنو ته يې څه كړي؟

٢- كله چې د صليبيانو لخوا په گډوله او سوليدلي دولت كي د ماليي وزير و؟

٣-كله چې د پوهنتون ريس وو؟

٤-كله چې د باگرام جهنمي زندان ته موظف شو او هلته يي د زندانيانو ستونزې په كاغذ كي ياداښت كړې او ورسته د هغه امريكايي سرباز لخوا ترې واخيستل شو او د وړلو اجازه يې ور نه كړه او زندانيانو ور نه پوښتنه وكړه، چي صيبه اوس به څه كوې ؟ هغه ځواب وركړ، چې زما حافظه قوي ده هر څه مې حافظې ته وسپارل؛ نو وگورئ چې دا خواركی دومره ذليله او ضعيف انسان دی، چې د يو سرباز جواب يې و نه شو ويلی، پخپله خاوره كې نو راتلونكي توقع به څه وي ؟

٤-د ده د ټيم په نوم كې كوم ټكی پښتو وجود لري؟

٥-د ده لومړی مرستيال چې د زرگونو پښتنو په وينو يې لاسونه سره دي او په پښتنو يو روږدی شوی ځناور يې په خوا كې نېولی دی ؟

٦-كله چې د پښتنو د وژني پريكړه د المان د بن په ښار كي د صليبيانو لخوا كېدله ،د نوموړي په غوښتنه اوسمبالنه ونه شوه؟

٧-كه چېرته زموږ وطنوال د كمونیستانو په مقابله كي يو نيم ميليون شهيدان، د دوه ميليونو معيوبينو او د شپږ ميليونو مهاجر كېدل برحق او جهاد بولي؛ نو بيا د كمونیستانو ملاتړ جايز دی؟

٨-همدارنگه عبدالله عبدالله چې د اصله كمونیست او د كابل ښار د ورانۍ او د شپېته زره كابليانو په وژنه كې د محمدخان او محقق سره شريك او په گډه يې د دغې فاجعې مسؤلين دي، ولي ترې ملاتړ وشي؟

٩-زما د اندا تر ټولو اهم ټكی دا دی، چې دا ټول د (ب٥٢) الوتكو تر وزر لاندي راغلي او د يهودو او نصاراوو په چوپړ كي گورئ د انگلستان شاهي كورنۍ د اصله المانیان دي مگر اوس د انگريزانو په چوپړ كې دي نه دالمانیانو؟

١٠-دا راوستل شوي گوډاگيان د چا په تنخواه شخوند وهي او اعاشه و اباطه يې د چا لخوا  كېږي؟

په پای كې هېله مند يم، چې د چا خوا په درنه نشي او زما پوښتنو ته منطقي ځواب ووايي؛ ترڅو زه هم قانع شم.

په پښتني درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x