برتانیه کې مسلمانانو ته «د سزا او مینې ورکولو» ورځ لمانځل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴کب، ۱۳۹۶ل): په برتانیه کې یوه نامعلوم لوري کمپاین پیل کړی تر څو د اپریل دریمه ورځ په دغه هیواد کې مسلمانانو ته د سزا ورکولو په نامه ولمانځي.

دغه نامعلوم لیک د برتانیې په مختلفو لویو ښارونو کې په سلګونو برتانويانو او مسلمانانو ته رسیدلی دی او همداسي په برتانیه کې د مسلمان ګوندونو او ډلو مشرانو ته هم لیږل شوی دی.

په لیک کې برتانوي قوم پرستو د خپل ځان په اړه څه نه دي روښانه کړي خو پر برتانویانو یې غږ کړی چې د «پسونو» په رکم مه اوسئ، هغه مسلمانان چې له وجې يې زمونږ ټولنې په خطر کې دی، زمونږ ډیموکراسۍ په خطر کې دي او غواړي چې زمونږ په هیوادونو کې شریعت نافذ کړي، د هغو پر وړاندي مقابله وکړئ او د اپریل دریمه نیټه مسلمانانو ته د سزا ورکولو په نامه ولمانځئ.

په لیک کې د مسلمانانو پر ضد ځیني جرمونه هم په ګوته شوي چې د هر جرم پر سر به یې مجرم ته نقطې (پوانیټونه) ورکول کیږي، د مثال په ډول څوک که مسلمانان ته په خوله ښکنځل وکړي، هغه به لس نقطې اخلي، څوک چې د یوې مسلماني ښځې له سره پړونی لیري کړې، هغه به ۲۵ نقطې اخلي، څوک چې د مسلمان پر مخ تیزاب اچوي ۵۰ نقطې، د مسلمان پر وهلو ۱۰۰ نقطې، په برقي الاتو مسلمان ته تعذیب ورکولو باندي ۲۵۰ نقطې، په موټر، چړې او یا وسلې باندي د مسلمان پر وژلو ۵۰۰ نقطې، او همداسي د مسجد پر سوځولو باندي ۱۰۰۰ نقطې ورکول کیږي، خو که څوک پر مکه مکرمه باندي برید وکړي او له منځه یې يوسي نو ۲۵۰۰ نقطې به تر لاسه کوي.

که څه هم په لیک کې نه دي ویل شوي چې ددغو نقاطو تر لاسه کولو وروسته به څه کیږي، خو ددې ویره شته چې د نقاطو د ترلاسه کولو لپاره کیدای شي ځیني قوم او نسل پرسته برتانویان د مسلمانانو پر وړاندي د تاوتریخوالي پيښې تر سره کړي.

د برتانیې پولیس ویلي چې دوی د لیک استونکو پر ضد پلټنې پیل کړي دي.

باید وویل شي چې په برتانیه کې وروستی سرشمېرنه په ۲۰۱۶ کې تر سره شوې، چې له مخې يې په دغه هیواد کې ټول ۴.۱ ملیونه مسلمانان اوسیږي. چې د ټول ولس ۴.۴ سلنه تشکیلوي. ګمان کیږي چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به د مسلمانانو شمېر اقلا ۳ چنده زیات شي، ځکه چې مسلمانان د برتانویانو پر خلاف زیات ماشومان زیږوي.

د برتانیې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې تېر کال د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالو پيښو کې ریکارډ ۲۹ سلنه زیاتوالی ثبت شوی او یوازي په تیر کال کې ۸۰،۳۹۳ پيښې ثبت شوي دي.

د یوه مسلمان سره ښه (مینه) وکړه

د پورته لیک او خبر تر خپرېدو وروسته یوه مسلمان برتانوي «شهاب ادریس» د مسلمانانو سره د مینې کمپاین پیل کړی او د ټولنیزو رسنیو له لاري يې خپور کړی.

نوموړي همدا د اپریل دریمه ورځ د مسلمانانو سره د مینې ورځ په توګه یاده کړې او یو لیک یې خپور کړی چې په هغه کې يې په ورته توګه برتانویانو ته د نقاطو ورکولو یادونه کړې.

د مثال په ډول مسلمان ته پر یوه خندا ۱۰ نقطې، مسلمان ته د چایو ست کولو باندي ۲۵ نقطې ورکول کیږي، پر مسلمان باندي ګلان پاشلو باندي ۵۰ نقطې، مسلمان میلمه کولو باندي ۱۰۰ نقطې، د خپل مسلمان همکار سره د رخصتي ورځ تېرولو باندي ۲۵۰ نقطې، د مسلمان سره روژه نیول او اختر لمانځل باندي ۵۰۰ نقطې، په عراق، لیبیا، کشمیر، یمن، میانمار، فلسطین او سوریه کې د مسلمانانو لپاره پیسې ټولولو باندي ۱۰۰۰ نقطې، او که څوک یوه مسلمان ته د حج پيکیج واخلي، هغه ته ۲۵۰۰ نقطې ورکول کیږي.

نوموړي په خپل لیک کې برتانویانو ته ویلي، دوی ستاسو سره مینه وکړه، دوی تاسو ته رنګا رنګ خواړه او کبابونه در وپيژندل، دوی د خلکو په منځ کې مینه خپره کړه، په ځواب کې به یې تاسو څه ورکوئ؟ ایا تاسو به د هغو عادي کسانو په څېر یاست چې شرمیږي او تشویق نشي کولای؟

مسلمانانو زمونږ په هیوادونو کې په ملیاردونو ډالره ټکس ورکړی، په زرګونو مسلمان ډاکټران دلته کار کوي، په زرګونو مسلمان معلمان زمونږ ماشومانو ته روزنه او تعلیم ورکوي، دوی په سیاست، رسنی، محکمو او د ژوند په هره برخه کې زمونږ تر څنګ ولاړ دی.

له ځانه عادي کس مه جوړوئ، خپله ځانګړتیا ثابته کړئ او خپله مینه د مسلمانانو سره څرګنده کړئ.

تبصرې (3)

  • سلام علیکم.
    زه نه پوهېږم چه د پورته ځوروونکی خبر په وړاندی ولی زموږ برادران پټه خوله دی او هیڅ تبصره ئې نده لیکلې ،شاید هر ګران لوستونکی ځانته بېله بېله فکری او عقیدتی سلیقه لری، البته بعضی مسائل باید د یو عمومی دینی- انسانی غیرت د تحرک لامل وګرځی.
    امّا اصل مطلب:
    انګلوساکسون که له یوې خوا د د صنعتی انقلاب په رامنځته کېدو ځان او بشریت ته د علمی او تکنولژیک پرمختګ زمینه مساعده کړه خو له بلی خوا ئې پخپل ذاتی خباثت او تلبیس د نړۍ ډېر ؤلسونه پخپلو استعماری کړنو بد ځورولی او ددې ځورونو لړۍ همداسی روانه ده چه ژوندی مثالونه ئې زموږ او زموږ د سیمی د خلګو نننۍ هراړخیره توره ورځ ده.
    د پاکستانی مسلمان او عیسوی او هندو او بنګی او قادیانی او لبرال او تکنوکرات او .... څخه ګیله نشته چه د انګرېز د جفاکاریو او سپین سترګیو په وړاندی ودریږی ځکه ( پاکستان) د همدې انګریز لخوا ورته مُفت په سوغات کی ورکول شویدی خو د خواشینۍ خبره داده چه زموږ روشنفکران! او مجاهدان! ولی د انګرېز د خباثتونو په وړاندی پټه خوله دی؟
    په هر حال زه به په پخپل خام مستوفیت د دښمن انګرېز د نقاطو یا پینټونو لیست پدې ډول ور تکمیل کړم:
    مسلمان ته کنځاوی: لس پاینټونه
    د مکافات ( مجازات) ډول او محتوا: د یو احمق غوندی مرګ او د احمق سره حشر.
    د مسلمانی ښځی له سره د ټکری لیری کول: ۲۵ پینټونه
    مجازات: د خپل وطن د مدنی قوانینو پر ضد د بغاوت په جرم، اعدام.
    د ۵۰ او ۱۰۰ او ۲۵۰ او ۱۰۰۰ او ۲۵۰۰ پاینټونو د تکمیل مجازات:
    په تاریخ کی د ټول انګرېز د مخ سیاهی او له لومړنئ انګرېز نه نیولی تر اوسنی الیزابت پوری د ټولو انګرېزانو احتساب او شمولیت د فرعون او قارون او هامان او نمرود او هټلر او ستالین او نورو ټولو تاریخی جنایتکارانو په ډله کی.

  • زما په اند مونږ د لویدیز په شان بدلون ته اړه لرو ، په دومره توپیر چه لویدیز منفی بدلون کړی خو په هغه منفی بدلون کی هم تر مونږ دمخه دی یعنی ټول مظلوم بشریت او په ځآنګړی مونږ مسلمانان استثماروی او غلاموی مونږ هم بدلون ته اړه لرو مګر مثبت بدلون چه د خلکو د استثمار په ځای د الهی نظام په عملی کولو خلک خبلو کی په سوله او هوساینه ژوند وکړی مونږ اوس په سمه لیار کی ناست وو حرکت او بدلون ته اړه لرو .
    مونږ هماغه لمړی مرحله کی پاتی یو چه مسلمان شوی حتی هغه اسلام مو هم نیمایی منلی د زړه تصدیق مو ورسره نه دی کړی یعنی مونږ لا تر اوسه د کلیمی په معنی نه بوهیږو ، په عملی بڼه کی د کلیمی یا اسلام په معنی او ماهیت بوهیدل دوهمه مرحله یعنی ایمان دی او دریمه مرحله بیا د حسنه اعمالو ترسره کول دی یعنی د قربانی ډکر ته په هر اړخیزه توګه دنګل او ننوتل دی که اړه شی د سر او مال په بیه هم دغه دنده ترسره کړو ییا مونږ مثبت بدلون رامنځته کولای شو کومه چه طلبا کرام یی تر سره کوی الله ج دی ورته تر دی زیات توفیق ورکړی او مونږ ته دی هم الله ج توفیق راکړی چه د طالبانو په شان یا تر هغوی هم ښه شو یا لږ تر لږه تر هغوی شاته پاته نه شو لا د هغوی په ضد ونه دریږو چه زمونږ یو شمیر د یو څو ډالرو د خاطره دریدلی دی .
    اصلی موضع :
    کفار په ځانګړی دول صلیبیان او یهودانو د خپلو شخصی ګټو او د مظلوم بشریت د استمثاروولو د باره لمړی خبل ادیانو سره خیانت کړی هغوی یی منحرف کړی او بیا د اسلام سپیحلی دین سره د همدی امله په جنګ کی دی چه اسلام د سولی په راوستلو د دوی د استثمار مخه نیول کیږی .
    دا یو منفی بدلون دی ، ناسمه او د بشریت په ضد بدلون دی دوی ورته مدنیت وایی مګر وحشت هم ورته سلام کوی . مګر په همدی منفی بدلون کی یی کار کړی منظمی لیاری چاری او بلانونه یی ورته جوړ کړی هغه هیوادونه چه دوی یی د خپلو هیوادو دعوی لری هلته یی خلک د قانون او پولیسو په زور داسی تابع کړی چه خلک قانونی استمثاروی او مسلمانانو ته خو یوه ذره هم د خپل اسلام ساتلو جواز نه ورکوی دا خو بریږده چه به هغو ټولنو کی بدلون راولی او په هغو هیوادو کی چه مسلمانان ورته خپل هیوادونه یا سلامی نړی وایی د هغو هیوادو سیاسی قدرت یی د جلا جلا ایزمی روشنفکرانو په روزولو او کارولو تر لاسه کړی زمونږ مسلمانان په هماغه مسلمانانو چه د دوی غلامان دی لکه کرزی ، غنی او داسی نورو استمثاروی ،
    زمونږ د بدلون د پاره لمړی زمونږ د پوهاوی اړه ده ، بیا زمونږ د ایمان او تقوی تر لاسه کولو او بیا د نظر او عمل د یووالی اړه او بیا د قربیانیو اړه ده چه د دوی غلامان قانع ، اصلاح او یا مناسبی سزاوی ورته واوروو ، خپله خپلواکی او خپلواک حکومت ولرو له هغه وروسته په هغو هیوادو کی چه یهودان او صلیبان ورته خپل هیوادونه وایی او مظلوم بشریت پکی قانونی استثماروی د پوهاوی او بدلون هڅی ولرو په دغه کاغدونو ښودړلو او صرف لمونځ کولو یا ججاب اچولو نه د مسلمانانو پیاوړتیا او نه هلته د هغوی خلک اسلام ته رابللی شو مونږ په مستثمیمه لیار کی ناست یو لمړی حرکت او بیا بدلون ته اړه لرو . مننه

  • دا ډول لیکونو په خپرولو کې ان شاءالله خیر پروت دی تر څو مسلمانان خپل اصل (اسلامي شریعت) ته رجوع وکړي مسلمان واوسي او د خپل مسلمان ورور مرسته وکړي، د کفارو ماهیت وپیژني او د لاس اله (ګوډاګی) یې جود نه شي.

    مونږ افغانانو ته ښایي چې خپل منځي تفاهم ولرو، زمونږ له منځه چې څوک له کفارو سره په ښکاره یا پټه، په خوله یا قلم، په فکر یا عمل کې ملګري دي او یا یې په حاکمیت او فوقیت راضي دي، هغوی ته نصیحت وکړو، تنییه یې کړو، له ملي او دیني تاریخي خیانت څخه یې راوګرزوو،
    که د اصلاح تمه یی نه وي نو بیا یې ورټو، پرېکون ورسره وکړو، د هغوی د بادارانو له ډلې یې وشمیرو، او تر کفارو سخت برخورد ورسره وکړو تر څو پایدارې سولې ته لاره هواره شي.

    پایداره سوله هله راتلی شي چې حق غالب او باطل مغلوب شي، هغه منافقین چې د کابل مفسده او لاسپوڅې اداره ورته حق مالومیژي باید نور له خپل منافقت لاس په سر شي ځکه که دوی په حق وای نو د ټولو امکاناتو په کارولو او د ټولې نړی په ملګرتیا سره به یی د تش لاسي مقاومت په وړاندې غلبه حاصله کړې وای؟؟