fbpx

اخلاق حسنه او زموږ سیاسي، اجتماعي او عائلي زندګي !!

لیکنه : مفتي کلیم الله کلیم …

اسلام یوازنی دین دی، چې د تمدني ژوند او اجتماعیت درس ورکوي، د دې لپاره ځانګړي اصول او قوانین لري، که موږ له د دین د احکامو نه په استفادې خپله ټولنه هوسا، پُر امنه او ارامه غواړو ، نو راشئ چې د خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ارشاداتو او توصیو عمل وکړو، هغه صلی الله علیه وسلم د تمدوني زندګي او اجتماعیت لپاره د ځانګړو اخلاق حسنه و یادونه کړې، چې د هغو په پلي کولو سره موږ په خپل کورني، اجتماعي، سیاسي ، اقتصادي او د ژوند په ټولو چارو کې د بریا تر پولي رسېدلای شو .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت یو لامل هم د اخلاقو حسنه و ، تکمیل ښودلی، او فرمايې : انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق . ژباړه : زه د دې لپاره مبعوث شوم، چې ستاسو د ښو اخلاقو تکمیل وکړم .

نو ځکه الله رب العزت ورته خطاب کوي : {وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ} [القلم: 4] ژباړه : او یقینا ته د اخلاقو پر لوړه درجه (فائز) يې .

څوک چې په ښو اخلاقو ځان سمبال کړي ، عفو او درګذر د ځان لپاره عادت جوړ کړي ، د هغه لپاره الله رب العزت د خپل محبت زیری وکوي او فرمايې : {الَّذِينَ يُنْفِقُونَ فِي السَّرَّاءِ وَالضَّرَّاءِ وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ} [آل عمران: 134]

ژباړه: څوک چې په خوشحالي او بد حالي کې هم (د الله لپاره) مال مصرفه وي ، او څوک چې غُصّه خوري ، او د خلګو بښنه يې عادت وي ، الله (له داسي) نیکو خلکو سره محبت کوي .

د خپل خالق او مالک غوښتني په خپل چاپيریال کې عملي کول ، د الله جلا جلاله هره خبره باوري بلل ، د رب لا یزال احکامو په خپل کړو وړو کې نافذول ، او که کله په یو امتحان یا مصیبت کې اخته شو ، پر هغه وخت کې د صبر او زغم نه کار اخیستل ، د الله له مخلوق سره ښه کول ، او د هغو ضرر نه روسول ، بالمقابل د تيري او زیادتي په بدله کې درګذر او معافي کول ، د خپل مسلمان ورور سره په ورین تندي مخ کېدل ، دا ټولو کارونه اخلاق حسنه دي ، له لږ مشق او تمرین څخه وروسته دا هر څه الله پاک بنده ته اسانه کوي ، او که څوک د زړه له تله د الله نه د حسن خلق تمنا وکړي ، الله پاک به يې دا ارمان پوره کړي ؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : إنما العلم بالتعلم، وإنما الحلم بالتحلم، من يتحرى الخير يعطه. المعجم الأوسط (3/ 118)

ژباړه : یقینا چې پوهه په زده کړي سره حاصلیږي ، او یقینا حسن خلق په نرمي کولو سره حاصلیږي ، او څوک چې د خیر فکر ولري هغه ته ورکول کیږي .

د ښو اخلاقو د ترغیب په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد دی : إن من أحبكم إلي وأقربكم مني مجلسا يوم القيامة أحاسنكم أخلاقا. سنن الترمذي ت شاكر (4/ 370)

ژباړه: یقینا ما ته ډیر محبوب او زما مجلس ته په ورځ د قیامت ډیر نیږدې له تاسو نه د ښه خوی والا دی .

بل دا چې ښه خوی مو د میزان تله هم درته وزني کوي ؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې : ما من شيء يوضع في الميزان أثقل من حسن الخلق، وإن صاحب حسن الخلق ليبلغ به درجة صاحب الصوم والصلاة. سنن الترمذي ت شاكر (4/ 363)

ژباړه: د میزان په تله کې تر حسن خلق وزني شی نشته ، او د نیک خوی والا ته ، د روژه دار او لمونځ کونکي درجې ورکول کیږي .

په نیک خویې سره د جنت لاره هم ځان ته هواره ولای شو ، پیغمبر علیه السلام وايې : سئل رسول الله صلى الله عليه وسلم عن أكثر ما يدخل الناس الجنة، فقال: «تقوى الله وحسن الخلق . سنن الترمذي ت شاكر (4/ 363)

ژباړه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه ، چې په ټولو کې څه شی ډیر ، خلک جنت ته داخلوي ؟ ده ورته وفرمايل : د الله نه وېره ، او حسن خلق .

لهذا موږ باید د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ارشاداتو سره سم د الله له مخلوق سره د حسن خلق معامله وکړو ، او د الله نه د همیشه لپاره د حسن خلق دعا هم وغواړو ، لکه : اللَّهُمَّ اهْدِنِي لِأَحْسَنِ الْأَعْمَالِ وَأَحْسَنِ الْأَخْلَاقِ لَا يَهْدِي لِأَحْسَنِهَا إِلَّا أَنْتَ، وَقِنِي سَيِّئَ الْأَعْمَالِ وَسَيِّئَ الْأَخْلَاقِ لَا يَقِي سَيِّئَهَا إِلَّا أَنْتَ . سنن النسائي (2/ 129)

د خواږه او د اخلاق حسنه و د سمبول نبي کریم صلی الله علیه وسلم په شان کې احمد شوقي شاعر وايې :

لَو لَم تُقِم دينًا لَقامَت وَحدَها ….دينا تضيء بنوره الآناء

 که تا دا دین قائم کړی هم نه وای ، نو تنها د ده (صلی الله علیه وسلم) اخلاقو به د دین حیثیت اختیار کړی وای ، او په خپل نور سره به يې زمانې روښانه کړي وای .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د