نړۍ

د پاکستان دفاع وزارت د جیو نیوز د نشریاتو په ځنډ او جرمانه بیا هم نه دی راضي

نن ټکی اسیا: تیره ورځ د پاکستان د رسنیو د کنترول ادارې پيمیرا اعلان وکړ چې د جیو تلویزون خپروني به د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول شي، او په هغوی به د لس ملیونو پاکستانیو روپیو جرمانه عایده شي، تر څو جیو نیوز یو ځل بیا وکولای شي چې خپل د معمول سره سم رسنیز فعالیت پيل کړي، دا جرمانه به په همدې پنځلسو ورځو کې دننه ادا کوي، کنه ددې امکان شته چې د جیو په خلاف بندیز نور هم وغځول شي.

خو د پاکستان د دفاع وزارت څخه ویل شوي چې دوی بیا هم د جیو په دغه جرمانه او موقت بندش راضي نه دي.

دوی غواړي چې د جیو نیوز په خلاف تر دې سخته کاروايي وشي، تر څو د نورو لپاره سبق شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې مونږ حق لرو چې ددې پریکړي په خلاف د استئناف محکمې ته ولاړ شو، او تر دې د سختي سزا غوښتنه وکړو.
باید وویل شي چې څه موده مخکي د جیو غښتلی ژورنالیست حامد میر په کراچي کې په ډزو وویشتل شو، د نوموړي ورور اعلان وکړ چې حامد میر د آی ایس آی څخه ویره لرله او د هغه په ویشتلو کې د همدې ادارې لاس دی، او له هغه وروسته په مسلسله توګه د جیو نیوز له خوا د آی ایس آی په خلاف رسنیز فعالیت ددې سبب شو چې د پاکستان ددفاع وزارت په شمول اکثره رسنۍ او سیاسي مشران ددغه تلویزوني چېنل په خلاف سره متحد شي، او پریکون ورسره اعلان کړي.

کله چې د پيمیرا له خوا د جیو په خلاف فیصله اعلان شوه، نو د پاکستان په ټولو صوبو کې په کېبل باندي د جیو نشریات بند شول.

بل خوا د تړل کېدو څو ساعته تر مخه د جیو نیوز له لوري په یوه جاري شوې بیان کي وویل شول چي جیو د پاکستان د آی ایس آی ادارې په خلاف په محکمه کې دعوه کړې، چې دغي ادارې د جیو په خلاف پروپاګند کړی، او دا تلویزون یې د پاکستان ضد معرفي کړی، چې له کبله یې جیو تلویزون ته لوی مالي او معنوي زیان اوښتی.

جنګ ګروپ چې د جیو تلویزون او څو نورو چېنلو او ورځپاڼو ملکیت لري، ویلي چې دوی به د آی ایس آی څخه د پنځه ملیونو ډالرو تاوان غوښتنه وکړي، او ددغي ادارې څخه به وغواړي چې د ټول پاکستان په مخ کې ددوی د بدنامولو په وجه بخښنه وغواړي.

جنګ ګروپ په همدې موخه خپل د وکیلانو نومان هم اعلان کړي چې د پاکستان په ستره محکمه کې به ددغه ګروپ لپاره هلي ځلي کوي.

په جواب کې د پاکستان وزارت دفاع ویلي چي دوی به هم محکمه کې د جنګ ګروپ د ټولو سوالونو جواب ووايي، او هغوی به د وزارت دفاع او آی آیس آی په بدنامولو او کمزوري کولو تورن کړي.

د جیو نیوز د وروستيو ۳ دقیقو په نشریاتو کې ددغه چېنل له خوا وویل چي دا لومړی ځل نه دی چي جیو باندي بندیز لګیږي، بلکې ددې تر مخه دا چېنل د پرویز مشرف په وخت کې د ۹۰ ورځو لپاره بند شوی وو، او د هغه وروسته د جمهوریت په وخت کې د ۴۵ ورځو لپاره او دادی اوس بیا د ۱۵ ورځو لپاره بندیز باندي ولګېد، چې له کبله یې جیو نیوز ته په اربونو روپۍ تاوان رسیدلی، خو بیا هم جیو نیوز حوصله نه ده بایللې، او د صحافت د ازادي لپاره به خپلي هلي ځلي جاري ساتي.

د وروستیو درې دقیقو نشریات په لاندي ډول وه:
{dailymotion}x1ysmpd_last-three-minutes-transmission-of-geo-broadcast-1_news{/dailymotion}
عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x