ورزش

نبي په یو ورځنیو سیالیو کې سل ویکټې ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۶): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي محمد نبي په سل نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې سل ویکټې ترلاسه کړې.

نوموړي دغه هدف د نیپال په وړاندې د غوراوي سیالیو په سوپر سیکس پړاو کې پخپله ۹۵مه یو ورځینۍ لوبه کې ترلاسه کړه، او په دې سره لومړی افغان لوبغاړی شو چې دغه هدف ته ورسېد.

۳۳ کلن محمد نبي چې خپله لومړۍ یو ورځینۍ لوبه یې په ۲۰۰۹م کال کې پېل کړه، تر دې دمه په ۹۵ یو ورځنیو سیالیو کې ۱۰۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، همدا ډول په دویم نمبر دولت ځدراڼ دی چې په ۶۶ یو ورځینۍ سیالیو کې یې ۹۲ ویکټې ترلاسه کړې دي.

په درېیم نمبر راشد خان دی چې په ډيره چټکۍ یې په ۴۲ لوبو کې ۹۱ ویکټې ترلاسه کړې دي، نوموړي په یو کال کې په نړیوالو لوبو کې زیاتې ویکټې ترلاسه کونکی لوبغاړی دی، او اوسمهال په یو ورځینۍ توپ اچونکو کې لومړی مقام هم لري.

همدا ډول محمد نبي په همدومره لوبو کې په ۸۷.۶۳ سټرایک ریټ او ۲۹.۸۷ اوسط ۲۲۱۱ منډې جوړې کړي، نوموړي یوه سلیزه او ۱۱ نیمه سلیزې هم وهلې دي، چې د یوې لوبې غوره منډې يې ۱۱۶ دي.

محمد نبي اوسمهال د نړۍ په غوره آلراونډرانو کې نوم لري، چې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو درجه بندۍ په آلراونډرانو کې درېیم مقام لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close