ویسټ انډيز افغانستان ته ۱۹۸ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ د غوراوي سیالیو په سوپر سیکس پړاو کې ویسټ انډیز لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې او د ۱۹۸ منډو هدف یې وټاکه.

افغان توپوهونکو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې په مرسته یې د ویسټ انډیز توپوهونکي ونه توانېدل ستر هدف وټاکي.

لوبه کې پچه ویسټ انډیز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې ددوی چټک او غوره لوبغاړی کریس ګیل د مجیب ځدراڼ په حیرانونکي ګوګلي ویکټه ترې وویشته او ویې سوځاوه.

د ویسټ انډیز لخوا کریس ګیل ۱، ایوین لیویس ۲۷، هیټمیار ۱۵، مارلن سیمیولز ۳۶، شایي هوپ ۴۳، جیسن هولډر ۲۸، رومان پوویل ۳، براتویټ ۴، اشلي نرس ۱۰ او کیمو پال ۱۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ په لس اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او ۳ ویکټې یې ترلاسه کړې همدا ډول محمد نبي ۲، شرف الدین او راشد خان یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان لخوا محمد شهزاد د دوه سیالیو بندیز وروسته یو ځل بیا لوبډله کې شامل شوی، همدا ډول جاوید احمدي، رحمت شاه، نجیب ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، شرف الدین، راشد خان، ګلبدین نائب او دولټ ځدراڼ شامل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د