پښــــتو ادب

په مسکو کې د روسي لیکوال پوشکین ۲۱۵کالیزه یاده شوه

د روسيې په مسکو کې د افغانانو سراسري ټولنې کلتوري څانګې له خوا د نړۍ د نوموتي لیکوال الکساندر سرګیویچ پوشکین ۲۱۵کالیزه ولمانځل شوه.
په دغه ناسته کې د یادې ټولنې ریس غلام محمد جلال د پیل خبرې وکړي او په خبره يې پوشکین د روسيې نه؛ بلکې د نړۍ شاعر و. د مسکو د ښاروالۍ استازي واګرام وارد کیسویچ د پوشکین پر فن سربېره د افغانانو پر ځينو ځانګړنو خبرې وکړي، او د مېلمستيا يې د دې قوم ځانګړې او بې نمونې ځانګړنه وبلله.

له څو تنو نورو ویناوالو وروسته د ناستې ګډونوال د پوشکین پر قبر د ګلونو اېښودلو لپاره لاړ او د هغه شعري ټولګي د ناستې په ګډونوالو ووېشل شوې.
الکساندر پوشکین « Александр Сергеевич Пушкин» په ۱۷۹۹ کال کې نړۍ ته راغی او د ده د زده کړو په جریان کې ناپلیون په روسیه حمله وکړه، پوشکین وځوريد او ښکلې وطني منظومه يې ولیکله، دی په خپله د اشرافو له  طبقې و، خو له دې طبقې يې ځکه بد کېدل، چې د ده د لیکنو له قوله ډېر فسادونه پکې پټ دي. ده په خپله هڅه کوله چې پخپلو اثارو کې په یاده طبقه ملنډې ووهي.
پر همدې علت خو هغه په یوویشت کلنۍ کې له خپل ټاټوبي نه د روسيې جنوب ته تبعید شو.
د قفقاز بندي، د بلکین کيسې، د کاپیتان لور او ډېر نور اثار لري.
نوموړی د ۱۸۳۷ز کال د جنوري په ۲۹ ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x