ټولنیزه برخه

ماډرن مېرمن/شاکر جلالي

هر وخت می فکر کاوه چې له یوې روشنفکرې مېرمنې سره واده وکړم… چې لوړې زده کړې يې کړې وي… ما درک کړي او زه یې غوښتنې پر ځای کړم… د ژوند نیکمرغه او بدمرغه شېبې سره یو ځای تېرې کړو…او بلاخره د ژوند په هر ډګر کې سره یو ځای پاتې شوو… زما دغه خیال او خوب هم له بده مرغه تر سره شو..

د ژوند یوه عجیبه غوندې ملګرې مې پیدا کړه..

. چې د خپل د عمر څلور کلونه یې د ادبیاتو په پوهنځي کې د دې له پاره تېر کړی وو چې یواځې یو څه زده کړی…هغه دا چې څنګه پر نرانو لاسبرې شي.

په ناز او سیاست به یې خبرې کولی…ښکلې او شیکې جامې يې اغوستې… پیانو به یی غږوله…ډول ډول لوبې به یې کولې… کتابونه یې لوستل… او د نړۍ هېڅ کار ورته نوی او عجیب نه و.

او چې وبه دې پوښتله چېرته ځې نو شونډې به یې ځوړندې کړې چې ته پر ما باور نه لرې… او چې کله به لاړه نو ماته به ډول ډول فکرونه پیدا شول… کله به د محبت جزبه کې راغله ویلې به یې راځه چې ملګری شوو… ملګرتيا تر هر څه ښه ده… او چې کله به ما ورسره ملګرتیا پیل کړه… نو بیا یې د جماع غوښتنه زیاته شوه… کله چې ما د جماع غوښتنه عملي کړه بیا یې راته ویل چې ته وحشي یې له شهوته پرته نور څه نه پېژنې.

موږ په صعید کې اوسېدو نو شکایت یې کاوه چې دا وروسته پاتې سیمه ده… لاړو قاهری ته… اوس دلته هم شکایت کوي… وایي امریکا ته سفر کوو..

تل به غوسه وه…د کبر او غرور په بیمارۍ اخته وه…هر څه یې غوښتل ځکه په انګليسي ادبياتو کې یې لوړې زده کړې کړې وې، د سړو په څېر هره ورځ دفتر ته تله کار یې کاوه..

او لدی سره به یې هره میاشت سفر کاوه تمه به یې کوله چې د سفر لګښت ورکړم..

کور کی هر څه ول.. اشپزه، مزدوره.. له دې سره مور مې هم لکه د یوې مزدورې په څېر کار کاوه د ماشومانو پالنه به یې کوله.. مور کمزورې شوې وه، مشره وه باید ارام یې کړی وایس.. لدې سره سره کله به داسې حالاتو سره مخ شوم چې دردولم به یی.. د مور په غېږ کې به هر وخت ماشومان ول..کله به چې له دندې راغله نو په لاس کې به یی فرانسوی مجله وه لوستله به يې..

نور نه غواړم چی ځان لدی سره وځوروم..

هغه نه پوهېږي چې له ځان او ټولنې سره څه کوي.. له ما سره څه کوي… د روشنفکرۍ په معنا نه پوهېږي.. زما ګناه څه ده؟ او د حل لار يې څه ده؟

(د مصطفی محمود ځواب)

تا هم د مليونو کسانو په څېر غلطي کړې.. د یو ځورېدلي نسل غلطي دې کړې.. ځکه دوی غواړی ژر بدل شی لکه کچره چې و وهل شي ځغلي او مخکې نه ګوري چې څه دي..

عصری ښځه د تت ثقافت او یوه ناڅاپه ازادۍ سره مخ ده.. نه پوهېږي چې څه وکړي.. ځکه په یو وخت په څو لارو روانه ده.. غواړی سفر وکړي په نړۍ کې وګرځي.. محبت ورسره وشي.. جماع غواړي.. ماجرا جویه ده.. خپل تېر پسی بد وایي ځکه هغه زاړه دي هر څه نوي تحلیل کوي ځکه هر څه ورته نوي برېښي.. زر شیان غواړي خو یو نه وړاندې کوي.

خپل حقوق پیژنی خو واجبات یی هېر کړي دي، خپله ازادي غواړي خو مسولیت یې هېر کړی ځکه هغه په یوه نوې تجربه کې ده..

په لومړي وار له قفص نه وتلې.. د هېڅ په اړه فکر نه کوي یواځې د ارامۍ او شوق په اړه، په خپلو وزرنو باندی په نامالوم لورې الوت کوی..

او حل دا دی چې پر وړاندی یې ودرېږې..له دې پرته بل حل نشته..ښځه دې پوهه کړه چې هغه روشنفکره نده، لا هم په تیارو کې ژوند کوي او مقابل کې یې له سختۍ نه کار واخله چې پوهه یې کړې چې روشنفکري د مسولیت معنا ورکوي نه د عیش او عشرت.

مصطفی محمود

مصری مفکر او لیکوال

ژباړن: شاکر جلالي

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x