fbpx

په قلعه سیف الله کې چاودنې د یوې کورنۍ لسو غړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله کې د چاودنې له امله څلور تنه مړه او شپږ کسان نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان ایالت چارواکو رسنیو ته ویلي چې چاودنه په یوه کور کې دننه شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وینا تر اوسه د پيښې علت نه دی مالوم. خو په وینا یې تحقیقات یې پيل کړي دي.

د قلعه سیف الله ډپټي کمشنر شفقت انور شهواني رسنیو ته ویلي چې ویره لري اوس به هم ځیني کسان تر خاورو لاندي وي ځکه چې کور په بشپړه توګه تخریب شوی او د ژغورنې چارې لا پای ته نه دي رسیدلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د