fbpx

عراق: د امریکايي الوتکې د غورځېدو په پېښه کې اوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ کب، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ځواکونو د قوماندي مرکز تېره پنجشنبه ناوخته خبر ورکړ چې ددوی یوه عسکري الوتکه د عراق په لویدیځه برخه کې را وغورځېده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د پيښې په ځای کې پلټنې پیل کړي دي او د ځان ژغورنې چاري يې پیل کړي دي، خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې وه.

بل خوا یوه امریکايي چارواکي ویلي چې فکر کوي غورځېدلې الوتکه به په اصل کې چورلکه وي چې نوعیت یې hh-60 دی، او د سوریې سرحد سره د القایم ښار ته نیژدې غورځېدلې.

یوه بل امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته تایید کړې چې په الوتکه کې اوه تنه سپرلي وه، چې کیدای شي ټوله به وژل شوي وي.

د القایم ښاروال «احمد المحلاوي» هم رسنیو ته ویلي چې په الوتکه کې ۷ تنه سپرلي وه.

تر اوسه د پيښې په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي او نه هم د وژل شویو کسانو هویت په دقیقه څرګند شوی، خو د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندي ویلي چې دوی د پيښې په اړه تحقیقات پيل کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د