افغانستان

اسماعیل خان: طالبان دي د حکومت پر ځای د مجاهدینو سره خبرې وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ کب، ۱۳۹۶ل): د هرات پخواني والي او جهادي رهبر تېره ورځ په یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان د حکومت اوسنيو مخالفینو ته بلنه ورکوي تر څو د پخوانیو مجاهدینو سره خبرې وکړي او په هیواد کې د اسلامي نظام لپاره کار وکړي.

نوموړي وویل چې طالبان د ګډحکومت سره خبرو ته نه دي اماده، خو که د مجاهدینو سره مخامخ خبرو ته اماده شي نو د هیواد اوسني حالت ته به نجات ورکړي.

اسماعیل خان ټینګار وکړ چې جګړه د حل لاره نه ده، مخالفین که زمونږ سره خبرو ته اماده شي، مونږ به په ګډه وتوانیږو چې په هیواد کې اسلامي شریعت نافذ کړو.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل پروسې په نامه غونډه کې ولسمشر اشرف غني طالبانو ته یو ځل بیا د ګډحکومت سره د مخامخ مذاکراتو بلنه ورکړه او وې ویل چې طالبان به د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپيژني، تور لیست به ختم کړي، اساسي قانون به بدل کړي او د طالبانو بندیان به را خوشي کړي.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول د کابل پروسې د وړاندیزونو په اړه ځواب نه دی ویلی خو په دې وروستیو کې يې د امریکا ولس ته په لیږلي لیک کې پر امریکایانو غږ کړی وو چې امریکا دي ددوی سره خبرو ته اماده شي تر څو د افغانستان د شخړي حل د مذاکراتو له لاري راوباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

هیڅ کله دا خبره د منلو وړ نده طالبان او د شروفساد مجاهدین کله سره جوړیږی د شروفساد مجاهدینو خو د جهاد نوم وشرموه او د مجاهد نوم خویی دومره بد کړ چی اوس خلک د مجاهد د نوم څخه متنفر دی طالبانو خو اوس تقریبا د امریکا څخه جګړه ګټلی ده اوس دا فاسده ډله غواړی چی ځان د طالبانو سره یوځای کړی او ځان د امریکا په ماتی کی شریک کړی،

غوربندی

دوی دېرش کاله پخوا مجاهدین وو خو اوس ملي او دیني خاینین دي.

په دا ډول خبرو غواړي له مفسدې ادارې او امریکایي بادارانو څخه امتیاز تر لاسه کړي،
له بلې خوا په حکومت کې د شر او فساد زړي همدا خاین او قاتل عناصر دي، نیکټایي سیکولران خو د شر او فساد په لحاظ د دوی په نسبت هیڅ وزن نلري.

مګر دا چې توبه وباسي، په خپلو بادارانو مخ ورواړوي، نه ورته ووایي، له ملت څخه بښنه وغواړي او طالبانو (مجاهدینو) ته تسلیم شي.

نورالدین

نوبہ دہ باران څخہ وناوہ تہ سی

اقبال

غوربندی صاحب ستاسی خبره زه او ټول مسلمان افغانان تاییدوی ، مګر د نورالدین ورور خبره مجهوله او مبهمه کړی . دا سمه ده چه له بارانه ناوی ته کیناستل ناسمه کار دی یعنی ستا هدف دا چه پرونی مجاهدین باران او نننی مجاهدین ناوه ده؟ طبیعی خبره ده چه هم پرونی او هم نننی مجاهدی د رحمت ملایکی دی خو د هغوی د پاره د غذاب ملایکی دی چه یا د یو او یا د بل ایزم په ابی او الحادی اوبو یی زړونه او مغزونه پریمنځل شوی یعنی برون د روسانو او نن د امریکایانو غلامان دی او… نور لوستل »

روح الله روحمل

اسمعیل خان او داسی نور کسان غواړی چی خپل خیانت پټ وساتی او ملت ته په سترګوکی خاوری واچوی

احمد

پورتنی لیکل شوی نظر دغوربندی صاحب بالکل صحی دی بیا تکرار ته یی ضرورت نشته زما هم ورته نظر دی

نورالدین

نہ کہ ددوی قرآن وھلو سرہ خبری وسی نو بہ د باران څخہ و ناوہ تہ سی

ساپی

قدرمنو دوستانوسلامونه.
زه اسمعیل خان ته یو وړاندیز لرم. که مهربانی وکړی چي دځان اودده په شان نورونه دمجاهدپاکه کلیمه لیري کړي نوالله ج به ورته اجر ورکړی .اودمجاهد په ځاي ووایي دامریکایانو مفتیان اسمعیل،رب وهلي سياف، مجددی،ګیلانی اوټول هغه ګوډاګیان چي دصلیبیانوتر چترلاندي خوراک اوڅښاک کوي.
نوداهم یو اخلاقي کړنه ده
په پښتني درنښت

عبدالولی (فهیم)۰

ساپی صاحب له ارزښتناکه وینا څخه دی یوه نړی مننه.

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x