fbpx

کرېکټ: بنګلدیش له سختې لوبې وروسته سرېلنکا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ کب، ۱۳۹۶ل): د بنګلدیش او سرېلنکا ترمنځ په شل اوریزو لوبه کې بنګلدیش لوبډلې له سختې سیالۍ وروسته د اتو ویکټو په توپیر ماې ورکړه.

د نیدهاس ټرافۍ په درې اړخیزه شل اوریزو سیالیو کې نن د بنګلدیش او سرېلنکا ترمنځ لوبه ترسره شوه چې په کې بنګلدیش سرېلنکا ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ووتله.

ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه سرېلنکا لوبډلې ترسره وکړه، چې په لومړي لس اورونو کې یې ۵۳ منډې جوړې کړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځېدل، او په پای لس اورونو کې یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې او دوه لوبغاړي يې وسوځول، چې په مجموعي ډول یې په شل اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا کوسال پریرا او تیسارا پریرا مسوولانه لوبه ترسره کړه، چې لوبډله یې له سختو ستونزو وویستله او بنګلدیش ته یې په شل اورونو کې ستر هدف وټاکه.

کوسال پریرا ۶۱ او تیسارا پریرا  ۵۸ منډې جوړې کړې، د بنګلدیش لخوا مستفیظ الرحمن ۲، شکیب الحسن، ربیع الحسن، مهدي حسن او سومیا سرکار یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په ځواب کې د بنګلدیش لخوا تمیم اقبال ښه پېل وکړ او نیمه سلیزه یې ووهله، خو په پای کې یې لوبډله له ستونزو سره مخ شوه، چې په پای اور کې ۱۲ منډو ته اړتیا وه، او همدا ډول په پای دوه توپونو شپږ منډو ته اړتیا پاتې شوه چې محمد الله شپږیزه ووهله، بریا یې خپله کړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

بنګلدیش لوبډله به پایلوبه کې د هند لوبډلې سره د یکشنبې په ورځ چې له وړاندې یې پایلوبې ته لار موندلې ده مخ کیږي.

د سرېلنکا او بنګلدیش لوبډلو ترمنځ په ننۍ لوبه کې د بنګلدیش لوبغاړو لخوا د لوبڅارانو سره د باونسر توپ پر سر لانجه شوه، چې بنګلدیشي لوبغاړو خپل توپوهونکي نورې لوبې نه کولو ته راوبلل.

دا په داسې حال کې چې په پای ۲ توپونو کې ۶ منډو ته اړتیا وه او توپ اچونکي دوه پرلپسې باونسر توپونه وویشتل خو د لوبڅار لخوا نه وایډ ورکړل شو او نه د باونسر توپ یو چانس، چې په دې سره لوبه سخته شوه او لانجه رامنځته شوه، خو د یو چانس ورکولو نه ورسته ستونزه حل شوه او لوبه د محمد الله په شپږیزه پرېکنده شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د