نړۍ

امریکايي محرم اسناد: برګډال په بند کې مسلمان شوی

د امریکايي محرمو اسنادو د وروستیو ورکړل شویو معلوماتو له مخې د طالبانو له اسارت څخه پریښودل شوی پوځي امریکايي بوی بریګډال له هغوی سره د بندیتوب پرمهال داسلام مبارک دین قبول کړی او همداراز یې د طالبانو جنګیالیوته پوځي رونه ورکړې.

د العربیه ټلویونې شبکې د خبر په اساس بریګډال له طالبانو سره ډیرې ښې اړیکې جوړ کړې وې تر دې چې طالبانو به نوموړی ته له ځانه سره دخپلې وسلې ((AK-47)ګرځولو اجازه هم ورکوله.
د فوکس نیوز رسنۍ وايي چې د روان شناسي د علماوو په باور دغه ډول وضعیت هر بندي اویرغمل شوی شخص دیته اړباسي چې د یرغمل نیوونکو عقیده اوکلتور پرځان ومني تر څو دهغوی له خواخوږي او مهرباني څخه برخمن شي . بوی برګدال تیره اونۍ هغه وخت امریکاته ستون شو چې کله امریکایانو د ده په عوض کې له ګونتنامو زندان څخه ۵ تنه لوړ پوړي طالب چارواکې راپریښودل.
 “ديلي ميل” ورځپانه هم د فوکس نیوز په څیر دا خبره مني چې برګډال له طالبانوسره ښه یارانه جوړه کړې او له هغوی سره د دوستي مراندې ټینګې کړې وي. د امریکایانو په دغو محرمواسنادوکې داهم ویل شوي چې برګډال په ۲۰۱۰ کې یوځلی د طالبانو له اسارت څخه تښتیدلی او پوره پنځه ورځې ترې ورک وه ، خوچې کله بیرته په لاس ورغی بیايي د څارويو ساتلو په یوه اورسينیزه قفصچه کې بندي کړ .تر تښتیدلو وروسته د طالبانو او برګډال ترمنځ یارانه پخه او هروخت به یې هغوی ته د سلام په ویلوسره خبرې پیلولې تر دې چې وروسته یې د اسلام دین قبول کړ.
دغه سري معلومات فوکس نیوزته په پټه د هغه امریکايي شرکت لخوا ورکړل شوی چې د امریکا له دفاع وزارت سره په قراردادي توګه کارکوي. په یادو محرمو اسنادکې داهم ویل شوی چې امریکایانوته د هغو طالبانو لخوا چې برګډال ورسره بندی وه د برګډال د اسلام منلو معلومات ورکړل شوي وه . د برګډال د اسلام راوړلو محرمانه خبر د نورو پټو اسنادو په منځ کې ۳۰۲۳ شماره خبردی او د ۲۰۱۲ کال د اګست په میاشت کې ترلاسه شوی. په دې خبرکې راغلی چې برګدال پرخپل ځان دمجاهد نوم ایښی وه .
په دغه محرمه وثیقه کې د برګډال هغه تصویر هم راوړل شوی چې کله دی دوهم ځل د طالبانو لخوا نیول کیږي اوبیایي په هماغه اورسپنیزه قفصچه کې بندي کوي چې څاروي پکي ساتل کیږي . نوموړی په دغه انځورکې ډیر زهیر ښکاریږي.
دنیول شوی امریکايي په اړه نورهم داسې رپوټونه ورکړل شوی چې نوموړی به له طالبانو سره د سپورت پرمهال له هغوی سره یوځای ولیبال کاوه او همدا راز به یې په (AK-47) ماشينګڼې باندې د نښې ویشتلو اجازه لرله.
د دغو محرمو اسنادو په اخیر کې داهم راغلی چې بریګډال به له طالبانو سره ګرځیدو پرمهال ډیر خوښ او نیک مرغه ښکاریدو او تل به یې د السلام علیکم پر ویلو خاص خوند اخیست .

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې بریتانیوۍ مشهوره خبریاله، ایوون ریډلي هم نیولې وه، چې په ۲۰۰۱م کال د امریکایانو له بمبار سره سم بې له کومې تبادلې خوشې کړای شوه. آغلې ریډلې له خوشې کېدو وروسته رسنیو سره په خبرو کې د طالبان چال چلند وستایه او په ۲۰۰۳م کال کې مسلمانه شوه. پخوانۍ ایوون ریډلي او اوسنۍ مریم په انګلستان کې د اسلامي دعوت مخکښې فعاله او په نړیواله کچه پېژندل شوې څېره ده. آغلې مریم د اسلامي نړۍ په تړاو د لوېدیځ رسنيو پر خلاف ځانګړی نظر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x