پي ایس ایل: لاهور او ملتان لوبډلې له سیالیو بهر شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ په درېیم پړاو کې د اسلام اباد، کویټې، پیښور او کراچۍ لوبډلو پلی آف او نیمه پایلوبو ته لار وموندله، خو له بل اړخه ملتان او لاهور لوبډلې له سیالیو بهر شولې.

ملتان سلطانز لوبډله چې په پرلپسې بریاو یې پېل کړی و، په پای کې ونشو کړای نیمه پایلوبې ته لار ومومي، او همدا ډول لاهور قلندرز لوبډله د تېر په څېر یو ځل بیا له وخت وړاندې له سیالیو بهر شوله.

د پشاور زلمي لوبډلې لپاره ننۍ لوبه ګټل تر ټولو اړین وو، چې په دغه لوبه کې چې د لاهور قلندرز په وړاندې ترسره شوه، کامران اکمل په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او لوبډلې ته یې بریا ورکړه، چې په مرسته یې نیمه پایلوبې (ایلیمینټر) ته لار وموندله.

کامران اکمل په دغه لوبه کې سلیزه ووهله او د ۱۷۳ منډو ستر هدف پوره کولو کې یې ۱۰۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، نوموړی د پي ایس ایل په سیالیو کې لومړی لوبغاړی شو چې ۲ سلیزې يې ووهلې، همدا ډول شرجیل خان په تېر پړاو کې یوه سلیزه وهلې وه.

د پي ایس ایل په درېواړو پړاوونو کې دا درېیم ځل شو چې هماغه لوبډلې (نیمه پایلوبو) ته لار مومي، له دې وړاندې هم لاهور قلندرز واحد لوبډله وه چې تر دې دمه یې پلی آف ته لار نه ده موندلې او اوس یې ملتان سلطانز لوبډلې هم ددوی ملګرتیا وکړه.

د یادونې وړ ده چې د کراچي کینګز لوبډله به د اسلام باد یونائټيډ لوبډلې سره په پلی آف لوبه کې په دوبۍ، او کویټه ګلډئيټرز به د پيشاور زلمي لوبډلې سره په لاهور کې په لومړۍ ایلیمنیټر لوبه کې مخامخ کیږي.

د کراچۍ او اسلام اباد لوبډلو ترمنځ که د پلی آف لوبډله هر چا وګټله هغه به مستقیما پایلوبې ته لار مومي، ولو که وروسته د نیمه پایلوبې یا ایلیمینېټر لوبه وبایلي هم، خو په دغه لوبه کې بایللې لوبډلي ته د نیمه پایلوبې لوبېدلو دویم چانس هم ورکول کیږي.

همدا ډول دوه نیمه پایلوبې (ایلیمېنېټرز) به په لاهور او پایلوبه به په کراچۍ نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د