افغانستان

ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي

نن ټکی اسیا شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل):د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې امریکايي عسکرو ۹ ملکیان وژلي او ځینې ټپیان کړي دي.

د چپرهار ولسوالۍ ځايي خلک وايي، تېره شپه په ماڼو، ګراتک او مندرخېلو په کلیو کې امریکايي عسکرو ۹ هغه ملکیان وژلي، چې اوبه یې لګولې.

د یادو سیمو خلکو د وژل شویو خلکو جسدونه د ولسوالۍ مرکز ته راوړي او لاریون یې پیل کړی دی.

چپرهارد ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې تراوسه یې پر ځینو سیمو داعشیان مسلط دي.

تېره اوونۍ د چپرهار په ډاګو سیمه کې د داعش وسله والو دوه ملکیان له کورونو ایستي وو او وروسته یې وژلي وو.

تراوسه د ننګرهار امنیتي چارواکو د چپرهار د بېګانۍ پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځايي خلکو د چپرهار ـ جلال اباد لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

چپرهار جلال اباد ته نږدې ولسوالي ده، چې په دې وروستیو کې د داعش وسله والو سخته وځپله او زرګونه کورنۍ یې نورو سیمو ته کډه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x