افغانستان

پکتیکا: د قومندان په ګډون څلور اربکیان مړه اودرې نور ټپیان شول

د پکتیکا د مټاخان په چامړۍ سیمه کې د طالبانو او اربکیانو په مخامخ نښته کې په سیمه کې د اربکیانو د مشهور قومندان په ګډون څلور تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پېښې له ځايه نن ټکی اسیا ته په رسيدلي خبر کې ویل شوي، چې اربکیان پرون ماسپښین په یاده سیمه کې په ګزمه روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.
په یاده نږدې یو ساعته جګړه کې په مټاخان کې د اربکیانو قومندان عجب نور له خپلو درې نورو ملګرو سره له منځه تللی او درې نور سخت ټپیان دي.
سیمه ایز طالبان وايي: «زموږ یو ملګر احمد شهید شو او یو بل سرسري ټپي دی.»
په پکتیکا کې په دې وروستیو کې د اربکیانو په وړاندې بریدونه خورا تند شوي، تر دې وړاندې د پکتیکا په چاربران کې د سپینه د کلي د اربکیانو پوسته پوره له منځه یووړل شوه، چې پکې مېشت دوولس شینواري اربکیان څه وژل شوي او څه يې طالبانو ژوندي له ځان سره وړي دي.
د سیمې خلک شکایت کوي، چې اربکیان په هره سیمه کې له نښتې وروسته د سیمې خلک تنګوي، په کورو يې ورننوځي او د پلټنې په نامه لا آن د چرګو هګۍ هم له کورونو وړي.

د پکتیکا سیمه ایزو قومي مشرانو  او د علي خېلو قومي شورا په نامه د مشرانو ټولن څو ځلې د پکتیکا له والي او په سیمه کې د اربکیانو له عمومي قومندان عزیزالله سره ليدلي دي، خو کومې پایلې ته نه دي رسيدلي.

دا په داسې حال کې دی چې راتلونکو ټاکنو ته یواځې څو ورځې پاتې دي، یاده دې وي په پکتیکا کې طالبانو د قومي مشرانو، لیکونو او نورو لارو نه له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي او د دوی په خبره خپل استقلال وساتي. په پکتیکا کې بې پرې شنونکي په دې اند دي چې په تېرو ټاکنو کې هم چې خورا پراخ ګدونه تبلیغېدلې د پکتیکا ټول د رایو مرکزونو په دولتي مقرونو پورې محدود و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x