فلسطيني ځوان د اسرائيلي پوځيانو پر ټولي موټر خيژولی

نن ټکی اسیا شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د اسرائيلي ښکېلاګرو دفاع وزارت ويلي، چې د غزې په تړاډه کې يوه فلسطيني ځوان د اسرائيلي عسکرو پر ټولي موټر خيژولی، چې يو عسکر يې وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د اسرائيلي چارواکو په وينا بريدګر په تېښته بريالی شوی و، چې وروسته ونيول شو.

عربي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي عسکرو د یهودانو له ناقانونه مېشت سيمو څخه لیدنه کوله، چې فلسطیني ځوان پرې موټر وخېژاو او درې اسرائيلي عسکرو ته يې په مرګ ژوبله واړوله.

د غزې په لويديځه تراډه کې د یهودانو ابادۍ د نړيوال قانون له مخې ناقانونه او په غصب شوې ځمکه کې دي، خو اسرائيل د نړيوال قانون له منلو انکار کوي او امریکا هم د اسرائيلو څرګند ملاتړ کوي.

اسرائيلي چارواکي وايي، چې بريدګر الکباه نومېده، پخوا يې هم بند تېر کړی او يو کال وړاندې له زندانه ازاد شو.

د اسرائيلو دفاع وزارت ويلي، چې بريدګر بايد په مرګ محکوم شي او کور يې ونړول شي.

د فلسطين جهادي ډلې حماس د دې بريد ستاينه کړې، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا بريد دوی کړی دی.

د غزې په نورو سيمو کې هم د مظاهره چيانو او اسرائيلو عسکرو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.

د امریکا ولسمشر د تېر کال په وروستيو کې القدس شريف د اسرائيلو پلازمېنه اعلان کړې وه، اسرائيلو يې هرکلی کړی، خو د فلسطين په ګډون ټولې اسلامي او غربي نړۍ يې مخالفت کړی دی.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمید بریا
میلمه
حمید بریا

د فلسطین جهاد یو مقدس داشغالگرو او جنایت کارو سهیو نستانو په حق کی ده او ددی ځوان دا کار د ستایلو ده اما که چیری دیوه اشغالګر وزل د نورو فلسطینی ماشومانو زنانه تباهی دربدره کیدل وژل کیدل دیوه اشغالګر ‍لپاره وی دا د منلو نده دا تول دایرانی اخندی وحشی صفته دسایس دی چه د نورو فلسطینانو په حق کی دی ایرانی وحشی صفته اخندان په لاسی غواری چه نورو بیچاره فلسطیانو ته دردونه او غمونه پیدا کی ولی داسی کارونه په لبنان کی چه د وحشی صفته حذب الله او دایرانی مشرکو له طرفه نه کیژی حذب… نور لوستل »

درانی@#
میلمه
درانی@#

دیر خه یی وکره چه اسرائیل یی مردار کرل

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

د حمید بریا د درد ږغ د فلسطین د مینی د ټپونو د محل څخه نه بلکه د کومی بلی ناحئې څخه راوځی.