نړۍ

مصر: د اخوان المسلمين لس مشران په اعدام محکوم شول

د مصر يوې محکمې د اخوان المسلمين لس نور مخکښ مشران په اعدام محکوم کړل.

دغه فيصله د اخوان المسلمين د مشرانو په غياب کې شوې ده.

پر نوموړو مشرانو تور و، چې د پوځي کودتايي رژيم پر خلاف يې خلک لاريونونو او مظاهرو ته هڅول او د پلازمېنې قاهرې شمال کې يې د ترافيکو پر مخ لار بنده کړې وه.
پر اعدام محکوم شويو مشرانو کې د اخوان المسلمين د اجرائيه شورا مشران دکتور عبدالرحمن البر، شيخ عبدالمقصود، شيخ عبدالله برکات، دکتور صفوت حجازي، دکتور محمد البلتاجي او دکتور جمال برکات هم شامل دي.

له دې وړاندې هم د اخوان المسلمين د مشر لارښود دکتور عبدالبديع په ګډون د اخوان المسلمين سلګونه مشران په اعدام محکوم شوي دي.

مصر کې د اعدام جزا د مصر د ستر مفتي تر سلا او هوکړې مشروط دی، مګر محکمه کولای شي، چې د مفتي له مشورې پرته هم خپله فيصله وکړي.

د مصر د جنايي محکمې يو قاضي حسن فريد ويلي، پر کومو کسانو چې د اعدام فيصله نه ده شوې، بايد د راتلونکې جولايي مياشت تر پنځمې نېټې پرې د اعدام فيصله صادره شي.

د اخوان المسلمين مشر لارښود دکتور عبدالبديع پرون شبنه د محکمې پر وړاندې په خپلو خبرو کې و وويل، چې الله تعالی د حق پلوی دی او الله تعالی به د مظلومانو کسات په خپله اخلي.

دکتور بديع زياته کړه، چې د دوی خبرې يوازې د خولې دعوې نه دي. دوی د الله تعالی په لاره کې د شهادت غوښتونکي دي او دا يې ستره ارزو ده، چې د الله تعالی په لاره کې شهيدان شي.
د يادونې وړ ده، چې د مصر لومړی منتخب ولسمشر تېر ۲۰۱۳ د جولايي مياشت په درېيمه نېټه د جنرال سيسي په مشرۍ د خونړۍ پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه لرې کړای شو.

له کودتا څه موده وروسته پوځي واکمن جنرال عبدالفتاح السيسي اخوان المسلمين ترهګر ګوند اعلان کړ او مصر کې يې د اخوان پر فعاليتونو بنديز ولګاوه.

له دې مخکې هم د اخوان المسلمين د مشر دکتور عبدالبديع په ګډون ۶۸۲ مشران په اعدام محکوم شوي دي.

د بشري حقوقو ادارې، د بښنې نړيوال سازمان، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنو تر اوسه په دې اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x