افغانستان

کابل: پر بهرنیو عسکرو سرتېري برید کې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر بهرنیو عسکرو سرتېری برید شوی، چې په پایله کې یې ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، برید د نهمې امنیتي حوزې اړوند د «ډسپیچري» په سیمه کې پر بهرنیو عسکرو شوی دی.

دی وايي، په برید کې دوه ملکیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

رحیمي په برید کې بهرنیانو ته د اوښتې مرګ ژوبله په اړه څه نه دي ویلي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وحید مجروح وايي، د پېښې له ځایه ۷ تنه وروړل شوي، چې درې تنه یې وژل شوي وو او څلور ټپیان دي.

طالبانو د کابل د ننني برید مسوولیت منلی دی.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې یې ګڼو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو کره شمېره یې په ډاګه کړې نه ده.

نننی برید د G4S په نامه د یوې امنیتي شرکت پر کارکوونکو شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x