مجیب ځدراڼ د شاهد افریدي نړیوال ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان سوکه ځوان توپ اچونکي مجیب الرحمن د پاکستاني نامتو او مشهور لوبغاړي شاهد افریدي نړیوال ریکارډ مات کړ، او تر ټولو ځوان لوبغاړی شو چې په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې يې په کم عمرۍ کې درې ځل د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

له دې وړاندې شاهد افریدي په شپاړس کلنۍ کې دوه ځل د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې وه، چې دغه ریکارډ مجیب ځدراڼ اوس پخپل نوم کړ، نوموړی اوس د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په کم عمرۍ کې یې زیاتې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې دي.

نوموړي دغه ریکارډ د ویسټ انډیز په وړاندې د غوراوي سیالۍ په سوپر سیکس پړاو کې ترلاسه کړ، چې لومړی یې د کریس ګیل ویکټ ترلاسه کړه او وروسته یې دوه نور لوبغاړي وسوځول، چې په مجموعي ډول یې ۱۰ اورونه وکړل، ۳۳ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي يې وسوځول.

مجیب ځدراڼ پخپله لومړنۍ لوبه کې چې د ۲۰۱۷م کال دیسمبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شوې ده د آیرلېنډ په وړاندې ۴ څلور ویکټې ترلاسه کړې وې چې په لومړي ځل یې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړې وه، نوموړي دویمه جایزه د زمبابوې په وړاندې په ۲۰۱۸م کال د فرورۍ په ۱۶مه نېټه ترلاسه کړې وه، چې درېیمه جایزه یې د ویسټ انډیز په وړاندې لوبه کې ترلاسه کړه.

مجیب ځدراڼ هم د راشد خان په قدم روان ده چې یو په بل پسې تېر د کلونو جوړ شوي ریکارډونه ماتوي او پر ځای یې نوي ریکارډونه جوړوي.

له دې وړاندې مجیب ځدراڼ د وقار یونس هغه ۲۸ کلن ریکارډ چې په کم عمرۍ کې يې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو هم مات کړی و، هغه اوس د نړۍ کم عمره لوبغاړی دی چې په یوه لوبه کې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

نوموړي تر دې دمه ۱۲ یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي چې په کې یې ۳۰ ویکټې ترلاسه کړې دي، همدا ډول یې دوه شل اوریزې نړیوالې سیالۍ هم ترسره کړي چې ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې دي، نوموړي تر دې دمه په خپلو دولسو یو ورځنیو په هره یوه لوبه کې یوه او له یوې زیاتې ویکټې ترلاسه کړې دي.

مجیب ځدراڼ اوسمهال په غوراوي سیالیو کې چې په زمبابوې کې ترسره کیږي، بوخت دی، نوموړي په دغو سیالیو کې ۴ لوبې ترسره کړي او ۱۲ ویکټې یې ترلاسه کړې دي.

مجیب ځدراڼ په تېره نیږدې کې یو شمېر لاسته راوړنې لري، نوموړي تېر کال په اسیا جام سیالیو کې خپله ځلیدونکي وړتیا ثابته کړه، چې له امله یې په بنګلدیش تجارتي سیالیو کې واخیستل شو، او له هغې وروسته اوس د هند په تجارتي سیالیو کې هم د پنجاب لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د