کابل د جګړې لومړۍ کرښه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسن وايي چې دوی په کابل ښار کې په اصطلاح د تروریستي ډلو له ځای پرځای کیدو څخه ویره لري او غواړي د امنیتي تدابیرو په ټینګولو سره د کابل ښاریانو امنیت خوندي کړي.

جنرال نیکلسن وروسته له هغه د کابل په ښار کې امنیتي تدابیر ټینګوي چې له تیرو ۷ میاشتو راهیسي د طالبانو د ځپلو په پلمه د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د ټرمپ ستراتیژي په ټول جدیت سره د بمونو او بریدنو په زور پلي کیږي.

د بمونو او بریدونو په زور پلې شوې ښپږ میاشتنۍ ستراتیژۍ خو دا ایجابوله چې اوس له کابل نه بهر په کلیوالو سیمو کې هم د نا امنۍ هر ډول عوامل له منځه تللي او هیواد ټول د امریکايي ځواکونو تر ولکه لاندې وای.

خو اوس چې د لیري پرتو سیمو په ځای خپله کابل او د امریکا سفارت نا آمنه دی نو دا د دې ښکارندويي کوي چې امریکایان په افغانستان لکه دوی چې ادعاء کوي د کومې محدودې جنګي ډلې له مقابلې سره نه ؛ بلکې د ټول افغان ولس له ملي مقاومت سره مخ دي.

ځکه امریکایانو او د هغوئ نړیوالو ایتلافیانو چې له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي د دې مقاومت د له منځه وړلو لپاره کوم زور استعمال کړ هغه دوئ ته له پوځي اړخه هیڅ فایده ونه کړه او وروستۍ پایله یې دا شوه چې اوس دوئ په کابل کې خپل ځان محاصره ګڼي.

په کابل کې د جنرال نیکلسن لخوا د امنیتي تدابیرو ټینګښت دا معنی لري چې دوی نور په ټول افغانستان کې ماتې خوړلې او د دوئ مخالفین ( طالبان) توانیدلي چې د دوي په تعقیب کې ځان تر کابله ور ورسوي.

د نوي کال په رارسیدو سره د هیواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو د پوځي فعالیتونو تشدید او د هغوی په مقابل کې د دولتي ځواکونو مفتضحانه شکست دا په ډاګه کوي چې افغانستان په هیڅ صورت د امریکايي ځواکونو تحمیلي شتون ته اماده نه دی.

او کوم نظام چې د امریکايي بمونو په زور پر افغانانو تپل شوی هغه د امریکايي منافعو د مدافع په توګه د افغانانو په نزد نه قانوني مشروعیت لري او نه د ولس له ملي ملاتړه برخمن دی، همدا وجه ده چې دغه نظام او د هغه بهرني حامیان آن په کابل کې هم د استنادي دیوالونو په منځ او د هوايي چتر تر سیوري لاندې ځان خوندي نه ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د