افغانستان

پکتیا: طالبان وايي اوولس عسکر يې د ځان ملګري کړي دي

د پکتیا ولایت د احمدخېلو اړوند د افغان دولت اوولس نظامي کسان له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
طالبان وايی چې دوی دغه اوولس عسکر د خپل کمییسیون (د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون) په هڅو د ځان ملګري کړي دي او په خبرو يې د خپلو دندو پر بدوالي پوهولي.

تر دې وړاندې د ننګرهار په نازیانو کې هم نولس تنه نظامي مسوولین له طالبانو سره یو ځای شوي وو. طالبان د هرې میاشتې په پای کې د خپل یاد کمیسیون میاشتنی راپور خپروي چې د همدې راپور په اساس په تېرو دوو میلادي میاشتو کې نږدې څلورسوه تنه افغان دولتي مامورین او نظامي مسوولین له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
طالبانو رسنیو ته په خپله لېږل شوې خبرپاڼه کې د یادو تسلیم شویو کسانو نوملړ داسې خپورکړی: «په عسکرو کې عبدالله د مسګي زوی، رازګل د معراج ګل زوی، حبيب د شمال زوی، خيالي د کمين زوی، حميد الله د جدران زوی، سلام د محمدايوب خان زوی، انار حيدر د غلام سرور زوی، بنيرګل د رحيم شاه زوی، وزير د محمديعقوب زوی، مهاجر د غلام حسن زوی، حضرت شاه د رحيم زوی، خيال درک د غلام حسين زوی، قومندان دلدار د سلمان خيل زوی، ورخان او نبي د ګولنک زامن او محمد خان د الف خان زوی، شامل دي.»
د نظامي چارو د شنونکو په باور په افغان دولت د خپلو نظامي مسوولینو بې باوري کېدای شي څو لاملونه ولري، دوی وايي چې د معاش پر وخت نه ورکړه، نفوذي بریدونه او په دې وروستیو کې د افغان عسکرو له لوري د طالبانو د اجسادو سپکاوی ډېری نظامي مسوولین له خپلو دندو زړه توري کړي دي.
بل خوا بیا عام افغانان د طالبانو دغه اقدام خورا بریالی بولي او پرلپسې يې غوښتي چې دغه پروسه مخ پر وړاندې لاړه شي او د مجبوریتونو پر اساس په دولت کې جذب شوي ځوانان د خبرو له لارې وپوهوي.
یاده دې وي طالبان وخت پر وخت د هغو تسلیم شويو نظامي مسوولینو ځینې ويډیويي کليپونه هم خپروي، چې په دولت کې د پاتې ځوانانو لپاره د پوهاوي پوره پیغام لېږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x