norowz

نوروز له کله او له کوم ځایه؟

لیکنه: الیاس تکل

نوروز بې له شکه د مجوسیانو اختر وو او دی، د مسلمانانو لپاره د دې ورځ لمانځل ناروا او حرام دي، خو بیا یې هم ځينې خلک د خوښۍ یوه مناسبه او د موسم د بدلون ورځ ګڼي، په عین وخت دا د اسلام د دښمنانو د رسمونو سره همرنګي ده. نو شریعت په صراحت سره له داسې شرکیاتو او خرافاتو مسلمانان منعه کړي دي ترڅو د کفارو او مسلمانانو ترمنځ واضحه فرق واقع وي.

د نوروز د ایجاد اوتاريخ په اړه اسلامي مؤرخينو لیکلي چې نوروز د اور عبادت كوونكو مجوسيانو له میلاد المسيح څخه ۴۸۳ كاله وړاندې پيل كړى و چې هركال به يې په آذربايجان، ايران، او بلخ، كې لمانځله. (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸).

د اور د عبادت لومړى بنسټ ايښودونكی سيسان نومېده چې د ايران د نيشاپور د حواق سيمې اوسیدونکی ؤ.

د زرداشتيانو د دينې کتاب (اُوستا) او نورو تاريخي کتابونو څخه معلومېږي چې تر ټولو لومړى د دې ورځې لمانځل د زردشتي دين د لارويانو لخوا د “جمشيد” يا “جمشاد ” په نوم پاچا را شروع کړي دي.

په [بدع الحولية] کتاب کې راځي چې نوروز په مجوسيانو کې د کال اولنۍ ورځ ده، دا د هر کال په پسرلي کې وي او د آتش پرستو مجوسيانو مشرکانو د تر ټولو لوي اختر ورځ وي.

له عباسي خلافت وروسته دیلمیانو د خپل حکومت بنسټ کېښود، دا د شیعه ګانو لومړنی حکومت وو، دوي د اسلام د څلورم راشد خلیفه علی ابن طالب رضي الله عنه له شهادت څخه ۳۲۵ کاله وروسته په نجف کې د مشهد علي په نوم یو خورا ستر تعمیر جوړ کړ او بل تعمیر یې د علي رضي الله عنه په نوم په بلخ کې جوړ کړ او د ټول ښار نوم یې بلخ کیښود.

په دې ډول دیلمیانو د مجوسیانو د نوبهار بلخ اختر د نوروز په اختر سره بدل کړ.

د نوروز په ورځ یې د جنډې اوچتول هم رواج کړل او دا خبره یې مشهوره کړه چې څوک د مزار د جنډې د اوچتولو پر مهال په دواړو سترګو ړوند وي او له سخي (علی رضي الله عنه) څخه د سترګو سوال وکړي نو بینا کېږي او که هرڅوک هر حاجت وغواړي سخي صیب یې ور پوره کوي (نعوذ بالله).

داسې عقیده کاملاً شرکي او کفري عقیده ده، کوښښ وکړئ، خلک له دې ګنده عقیدې څخه خبر او ترې منعه یې کړئ.

مولانا ابو الکلام آزاد رحمه الله لیکي: کله چې زردشت په ۵۸۳ قبل المیلاد کې وفات شو، امت یې د زمانې په تېرېدو سره د هغه دین پرېښود او د شیطان په لمڅه یې د مجوسیت دین رامنځ ته کړ او د اور عبادت یې پیل کړ نو همدغه ورځ (نوروز) یې اور ته د سجدې په پار د اختر ورځ وګڼله.

نوروز افغانستان کې څنګه او چا رائج کړو؟

د نوروز ورځ زيات تاريخي قدامت لري، ځكه نوبهار د ۴۸۳ قبل المسيح څخه تر ۲۶۰ قبل المسيح پورې د مجوسيانو عبادت ځاى ؤ. خو د وخت په تېرېدو سره تر ميلاد ۲۶۰ كاله وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراتور اشوك پر افغانستان باندې يرغل وكړ چې د نوبهار آتشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل، بيا نوموړى پاچا په لسګونو لوي او كوچني بتان په دغه آتشكده كي ودرول، چې تر ۶۵۲ ـ م پورې چې د (۳۲هـ) سره سمون خوري همداسې دبودايانو عبادت ځاى ؤ. (الملل والنحل ج ۱ ص ۲۳۸).

دا خو د نوروز د ایجاد تاریخ ته کتنه وه چې له کله او له کوم ځایه افغانستان ته راغلی دی، او د حرمت او عدم جواز په اړه به يې په بله لیکنه کې درسره معلومات شريک کړم ان شاء الله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
داکتر تاج الدین ملت مل
میلمه
داکتر تاج الدین ملت مل

دا لیکوال او نشرونکي هسی جاهلان دی. که نوروز د اسلام نه دمخه وه نو بیا دی کی داسلام څه ضرورت نشته،. هو که څوک اتش پرستی وکړی یا د حضرت علي (رص) د مقبری یا جنډی نه څه غواړی دا ستره ګناه ده، خو داسی ور ته چټیلات او ګناهونه یو شمیر دین پلورونکو ملایانو راویستلې دي.