دیني، سیرت او تاریخ

فقهي مصادر – پنځم درس: د صحابي قول

لیکوال: احمد الله عاطفي

د اسلامي فقهي له مصادرو څخه یو هم د صحابي قول دی، ځکه دصحابي قول وروسته له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دامت په اقوالو کي معتبر ترینه قول دی، او په ځانګړي توګه دکبار صحابه ئې کرامو (رضی الله عنهم) اقوال، دوي دقرانکریم د وحې نزول کواهان وو او دپیغمبر (صلی الله علیه وسلم) دناستي ولاړي ملګري، په همدي بنأ که داسي یوه ستونزمنه مسئله مخته راشي دهغي حکم په لمړي سر کې قرآنکریم ته راجع کیږي ، بیا احادیثو ته ، په دریمه مرحله کې دصحابه ئې کرامو اجماع ته ،که په دي دریواړو کې حکم ستونزمن و، بیا دصحابي قول داسلامي فقهي څلورم مصدر دی .

دصحابي پیژندنه او دمقام ستر والي په اړوند په وړاندې درسونو کې په پوره تفصیل معلومات ذکر شوي که غواړئ په دي اړوند ښه معلومات ولرئ ، هلته مراجعه وکړئ.

دصحابي قول مطمین او باعزته قول دي ، الله سبحانه وتعالی په مجموع کې دصحابه ئې کرامو تاید او تذکیه کړي او هم ئې په فردي ډول ستائلي، دریښتینولي ارزښت ئې تقدیر کړی، او دقرآنکریم په متعددو آیتونو کې ددوي دښوصفتونو یادونه شوي.

که څه هم دځينو بزرګانو په نزد دصحابي قول دشرعي فقهي په مصدر کې اختلاف دی ، خو جمهور قول دادی چې دصحابي قول د اصول فقهي له مصادرو څخه شرعي مصدر دی.

صحابه(رضی الله عنهم) دعلم مرکز، داخلاقو بیلګې، په هدایت او عادلان وو.

قال الله تبارک وتعالی:مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ۚ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ ۖ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا ۖ سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِم مِّنْ أَثَرِ السُّجُودِ ۚ ذَٰلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ ۚ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَىٰ عَلَىٰ سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ ۗ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا، ( سورت الفتح: ۲۹،آیت)

ژباړه: محمد دالله رسول دی اوهغه کسان چې ور سره دي پر کفارو ډیرسخت او په خپلو مینځو نوکې ډیر مهربان دي، ته به يې همیش رکوع او سجده کونکې ویني چې دالله دمهربا نیو او خوښیو دتر لا سه کولو په هڅوکې به وي همدی توګه يې،په مخو نو کی يې دسجدی نښی ښکاری په همدی توګه يې په تورا ت او انجیل کې يې هم یا دونه شوی ده،دوی هغه کښت ته ورته دی چې په خپل څنګ کې نوری ډیری ځانکې را پورته بیا هغه هم پیاوړې او هومره يې کلکی کړی چې با لاخره په خپلو ډه ډونو ودریږی باغوان پری خوښ وي ،تر څو کا فران ددوی له پیا وړتیا څخه پخپله وسوزی،الله له هغو کسانو سره چې ایمان يې راوړی او نیکي کړنی يې خپلی کړی دبښنی او لوي آجر وعده کړیدهْ.

همدا راز رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) فرمائې…

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: قَالَ رَجُلٌ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَيُّ النَّاسِ خَيْرٌ قَالَ الْقَرْنُ الَّذِي أَنَا مِنْهُمْ ثُمَّ الثَّانِي ثُمَّ الثَّالِثُ.

ژباړه : سیده عایشه صدیقه (رضی الله عنها) فرمايې: سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته عرض وشو،چې کوم خلک غوره او بهتره دي؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل: دهغي زماني خلک چې زه له هغوي نه یم یعني زه هغوي سره اوسیږم(صحابه)، بیا دویمه زمانه او بیا دریمه زمانه(تابعینو او دتبع تا بعینو زماني)

رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دصحابه په رائې دخوښي څرګندونه کړي لکه څنګه چې دمعاذ بن جبل(رضی الله عنه) دقول تاید ئې کړي، او همدا راز ئې صحابه کرام دالله (جل جلاله) غوره بندګان بللي…
عن عُوَيْمِ بْنِ7

سَاعِدَةَ , أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : إِنَّ اللَّهَ اخْتَارَنِي وَاخْتَارَ لِي أَصْحَابًا ، فَجَعَلَ لِي مِنْهُمْ وُزَرَاءَ وَأَنْصَارًا وَأَصْهَارًا ، فَمَنْ سَبَّهُمْ فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ، لا يَقْبَلُ اللَّهُ مِنْهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَرْفًا وَلا عَدْلا. (رواه بیهقي، الطبراني )

جمهور او منل شوي قول دادی چې دصحابې قول نورو صحابه وو ته ورسید او هغوي ورباندي رد ونه کړ همدا اجماع دی او حجت، قول دصحابي چې دکتاب الله( جل جلاله) ، سنت رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) او اجماع سره برابر و دا هم حجت دی، همدا راز قول دصحابي چې دصحابه وو په مینځ کي خور شو او مخالفت ئې چا ونکړ په نزد دجمهور دا اجماع ظني دی، قول دصحابي چې په مخالفت دصحابه وو کي واقع شوی وي حجت نشي ګرځیدی.

دصحابي قول دقرآنکریم اونبوي احادیثو غوره تفسیر دي، په ځانګړي توګه کبار صحابه او بیا په دوي کې دراشده خلیفګانو او په دوي کې دشیخینو، قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم) :علیکم بسنتی و سنة الخلفاء الراشدین المهدین.

دحنفي فقي امام، امام اعظم (رحمه الله) فرمایی : زه چې دمسائلو سره مخ شم د الله کتاب (قرآنکریم ) ته مراجعه کوم احکام تري اخلم، که هلته یې پیدا نه کړم ؟، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سنتو ته مخه کوم، که په سنتو کې هم و نه موندل شو ؟ ، د صحابه وو په اقوالو او خبرو کې ئې لټوم که د صحابه وو خبرې یو له بله توپیر درلود ؟، دهغه صحابي قول اخلم چې خوښ مې شي ، د بل چا خبرې ته دصحابي په قول ترجیح نه ورکوم!، که دصحابه کرامو په اقوالو کې مي هم ونه لید؟ او موضوع تابعینو علماوو ته لکه حضرت ابراهیم النخعی ، ابن سیرین ، حسن ، عطاء ، سعید بن المسیب او داسې نور علماء (رحمهم الله) ته ورسیده، معلومه خبره دی چې هغوی اجتهاد کړی زه هم اجتهاد کوم! .

دصحابي قول ولي داسلامي فقهي له مصادرو دی؟

لمړی داچې پورته مو دصحابي او دهغه دقول لوړ مقام او ارزښت بیان کړ، له دي سر بیره قول دصحابي معتبر دی ځکه چې الله سبحانه وتعالی صحابه ئې کرام ستائلي، قرآنکریم او معنی او تفسیر ئې درسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه مخامخ اوریدلي، په محمدي مدرسه کې روزل شوي، دین ئې پرته له واسطي له پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) نه اخستی دی.

والله اعلم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x