fbpx

عیسائیت په افغانستان کي (٢٩)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

دریم:

په بایبل کي د انبیاء علیهم السلام په هکله ګستاخي په پوره ډول سره سوېده، لکه:

۱- د حضرت نوح علیه السلام په هکله ګستاخي.

۲- د حضرت لوط علیه السلام په هکله ګستاخي.

۳- د حضرت یعقوب علیه السلام په هکله ګستاخي.

۴- د حضرت سلیمان علیه السلام په هکله ګستاخي.

۵- د حضرت داؤدعلیه السلام په هکله ګستاخي.

۶- د حضرت موسی علیه السلام په هکله ګستاخي.

۷- د حضرت هارون علیه السلام په هکله ګستاخي.

۸- د حضرت ایوب علیه السلام په هکله ګستاخي.

ټول انبیاء علیهم الصلوة والسلام معصوم دي،ټوله ۱۲۴۰۰۰ زیات او کم چي انبیاء کرام د انسانانو د هدایت لپاره رالیږل شوي دي دا ټوله د الله جل جلاله غوره خلک وو،دا څنګه امکان لري چي الله جل جلاله دی یو څوک خوښ کړی وی د انسانانو د هدایت لپاره او بیا دي هغه د الله جل جلاله د احکامو څخه نافرماني وکړی؟!! په ګستاخیو کي شراب خوړل، زنا کول،بې صبري کول او داسی نور شامل دي العیاذ بالله، بلکې کومو لیکوالانو چي بایبل لیکئ دا د هغو د چټل ذهن محصول دی داسی امکان نلري چي لایزال جل جلاله دی یو څوک انتخاب کړی وي او بیا دی هغه نافرماني وکړی او غیر معصوم دي وي دا هیڅ امکان نلري. بلکې انبیاء علیهم السلام ټوله معصوم دي.
داچي د انبیاء په حق کي ګستاخي په اسلام کي کفر دئ له همدې کبله د بایبل د مطالعې اجازه نسته.۵)
بایبل د ساینس په رڼا کي ټول غلط دی، له همدې کبله یې مطالعه ښه نه ده، لکه:

په بايبل کي ساينسي غلطيانې د بيلګې په ډول

په بایبل کي ساینسي هیڅ شی نشته چي پر دې باندي د فرانسې وتلی ساینس پوه ډاکتر موریس بوکایی یو کتاب (قرآن او بایبل د ساینس په رڼا کي) هم لیکلی دی،خو موږ اوس نشو کولای چي د بایبل ټولې ساینسي غلطیانې دلته راوړو د بیلګې په ډول سره به پر یو څو غلطیانو باندی یو څه رڼا واچوو،نور قضاوت تاسی خپله کولای شئ.

۱- که د ښځې هلک پیدا شو د هغې ناپاکي (نفاس)۷ ورځې ده او که ئې نجلۍ پیدا شوه نو د هغې ناپاکي دوې اوونۍ (۱۴ ورځې ) ده.
احبار۱۲: ۱- ۷)

په اوسني ساینس کي د هلک او نجلۍ په پیداکېدو کي د ښځې په ناپاکۍ کي هیڅ توپیر نشته،کله د هلک موده اوږده شی او کله د نجلۍ موده اوږده شی چي هغه خپل و ځانته عوامل لري؛ نو ځکه ویلای شوچي دا غلط دی.

۲- بیا ابلیس هغه(حضرت عیسی علیه السلام) د یوه دنګ غره څوکې ته وخېژاوه او د دنیا ټولې پاچاهۍ ئې ورته په پوره شان او شوکت سره څرګندی کړې.

(متی ۴: ۸)، (لوقا۴: ۵)

اوس شیطان حضرت عیسی علیه السلام و یوه غټ غره ته و خېژاوه او ټوله دنیا ئې په ولیدله،چي له دې څخه دا معلومیږی چي داهغه وخت امکان لری چي کله ځمکه ټوله همواره وي او حال داچي اوسنی ساینس وایی چي ځمکه کُروي او یا هم و هګۍ ته ورته شکل لری،چي له همدې کبله په یوه ځای کي شپه او په بل ځای کي ورځ وي؛ نو ویلای شوچي داهم غلطه ده.

۳- خدای په لومړۍ ورځ رڼا پیدا کړل.(پیدایښت ۱:۳- ۶)

خدای ستوري لمر او نور پیدا کړل په څلورمه ورځ(پیدایښت ۱: ۱۴- ۱۹)

اوس دلته څنګه امکان لري چي لمر او ستوري دي نه وي او رڼا دي وي. دا هم د ساینس له دایرې څخه وتلې او غلطه ده، نو ځکه دداسې غلط کتاب لوستل نا جائز دي. نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د