نړۍ

سي ای اې پر فيس بک او ټويټر خپله رسمي پاڼې جوړې کړې

نن ټکی اسيا: د امريکا څارګرې ادارې سي ای اې د ټولنيزو ويبپاڼو فيس بک او ټويټر رسمي پاڼې جوړې کړې او غواړي، له دې لارې خلکو سره خپل معلومات شريک او له خلکو هم معلومات تر لاسه کړي.

د امريکا ABC تلويزوني شبکه د سي ای اې د مشر “جون برينن” له قوله وايي، چې سي ای اې ټولنيزو شبکو “فيس بک او ټوټيټر” کې خپلې پاڼې خلاصې کړي او غواړي له دې لارې خلکو سره د تازه پيښو، تاريخ او نورو مهمو خبرونو په اړه معلومات شريک او له خلکو هم ورته معلومات تر لاسه کړي.
ABC تلويزون وايي، چې عام خلک اوس هم په دې شکمن دي، چې دا به د سي ای اې رسمي او اصلي پاڼه وي او کنه، خو د دې شکونو سربېره هم يوه ورځ کې نوموړې پاڼې له درې لکو زيات ملګري موندلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x