fbpx

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (99 برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

پروفيسر تیجاتا د اسلام د حقانيت په هکله وايي:

د درویو کلونو راهیسې، له قرآن کریم سره دلچسپي لرم او په دې باور یم چې هر هغه څه چې ۱۴۰۰ کاله وړاندې حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ویلي دي، ټول حق دي او هغه د یوه خالق له لورې دي، چې هغه الله جل جلاله دی.

دا چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه څه لوستلی او نه لیکلی شول؛ نو دا ضرور د خدای استازی ؤ.

پروفیسر تیجاسن د قرآنکریم او جنین پوهنې د مختلفو مقالو مطالعه وکړه، څلور ورځې یې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو سره په دې هکله خبرې وکړې او دسعودي عربستا ن په مرکزي ښار ریاض کې یې په اتم سعودي میډیکل کانفرنس کې داسې وویل:

د تیرو درې لسیزو راهیسې زما لېوالتیا له قرآن سره زیاته شوې ده، کومې مطالعې چې ماکړي دي؛ نو په نتیجه کې درته ویلای شم چې ۱۴۰۰ کاله مخکې چې قرآنکریم د کوم شي بیان کړی دی، هغه ټول حق دي او دقرآن کریم هره خبره دساینس یو بنسټ دی چې د دې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نشي پټولی، محمد صلی الله علیه وسلم که څه هم په لیک او لوست نه پوهیده، خو بیا یې هم د داسې پوره هستۍ ښکلي پېغامونه خلکو ته ورسول چې هغه د دې ټولو کایناتو پیداکوونکې دی او هغه ته الله جل جلاله وایي۔

ډاکتر جيوتي د اسلام د حقانيت په هکله وايي:

د قرآن کریم حیرانونکی عبارت، هیښونکې کرښې، د هدفونو ډکې لارښونې، تل دي او تل به وي، دا کتاب په یقیني ډول سره ستر کتاب دی، دا کتاب په پراخه کچه په هر عصر او هر نسل باندې پوره اغیزه لري.
جي ايم راډول د اسلام د حقانيت په هکله وايي:

قرآن کریم د ټولې نړۍ له مذهبونو څخه یو ستر مقام لري، دا د ځوانانو لپاره د ادبیاتو یوه ټولګه ده، دا کتاب د نړۍ پر زیاتو انسانانو باندې خپله پوره اغیزه لري، دا کتاب تر ټولو څخه د ښو تازه اخلاقو ټولګه ده، په ځانګړي ډول سره د بشریت لپاره، په لومړي سر کې یې د صحرا مختلف عرب قبایل واړول او په هغوی کې یې انقلاب راوسته، له دوی څخه یې د نړۍ اتلان جوړ کړل، دوی ته یې سیاسي مذهب ورکړ، دوی یې په هرڅه باندې پوه کړل، دا چې په ټوله نړۍ کې مسلمان امت شتون لري، حتی په اروپا کې دا ټول د همدې کتاب اغیزې دي. نور بيا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د