طالبان: د افغانستان د تجزیې اجازه هېچاته نه ورکوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): طالبانو د ځینو هغو اشخاصو په غبرګون کې اعلامیه خپره کړې، چې طالبانو ته یې د ځینو سیمو د ورکړې وړاندیزونه کړي وو.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ډول وړاندیزونه د افغانستان د تجزیې سازش او شعارونه بلل شوي دي.

«دا سازشي شعارونه او دسیسې د اشغالګرو امریکایانو د اشغال د دوام او د څو خرڅ شویو څيرو د واکمنیدو نتیجه ده چې غواړي زمونږ یوموټي هیواد یوځل بیا د تجزيې له خطر سره مخ او په سیمه کې خپل شوم  پلانونه عملي کړي.»

په اعلامیه کې د افغانستان د تجزیې هڅې له پخواني شوروي اتحاد د یرغل له مهاله بلل شوي، چې د ځینو هېوادونو د پټو توطیو په پایله کې د تنظیمي جګړو پر مهال یې د هېواد د تجزیې غوښتنه کوله او افغانستان یې د تجزیې له ګواښ سره مخ کړی و.

«خو لله الحمد چې د افغان ولس ویښو علماء کرامو او دیني طالبانو د خپل مؤمن اومیړني ولس په مرسته د دغه شوم پلان په وړاندې د اصلاحي پاڅون په پیلولو سره د الله په نصرت وکړای شول چې له هیواد څخه ملوک الطوائفي ختمه، ټوپکسالاران  او د شروفساد ‌ډلې محو او د هغوی په وجود کې را منځته شوې د هیواد د تجزیې ټولې دسیسې شنډې کړي.»

د اعلامیې له مخې، اوس یو ځل بیا امریکا غواړي تېرې تجربې تکرار کړي او افغانستان یې د ملوک الطوایفي په لور سوق کړی، چې په مختلفو سیمو کې یې د قدرت جزیرې جوړې کړي او د خپلو تبیلغاتي رسنیو په مټ د د افغانستان د وېشلو ډنډورې تودې ساتي.

«د اقتدار تقسیم، د چوکیو قبضه کولو او نورو امتیازاتو ترلاسه کولو ته د قومونو او سمتونو په نامه خلک پاروي، حتی د اسلام او افغان بشپړ اتفاقي،اصطلاحات یې جنجالي او متنازع فیه وګرځول، ولایتونه او کابل یې په جنګ سره واچول او اوس یې دا د خندا وړ ډنډوره هم پیل کړې چي اسلامي امارت ته دي یو شمیر ولایتونه وسپارل شي. اسلامي امارت دا ډول دسیسي او د هغې ناعاقبت اندیشه توظیف شوي ډنډورچیان په کلکه غندي.»

په اعلامیه کې ویل شوي، چې اوس مهال طالبان د افغانستان پر ډېره خاوره واک لري او د پاتې سیمو ازادي او ولایتونه هم له چانه په «خیرات» کې نه غواړي.

«اسلامي امارت د هیواد د یوموټیتوب په اړه خپل ثابت اوښکاره دریځ لري، د هیواد په اکثریت ولایاتوکي هغه که د شمال دي که د جنوب، که شرقيولایات دي که غربي د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو په نسبت زیاتې سیمې په خپل کنترول کې لري، د پاته سیمو ازادي او ولایتونه هم له چانه په خیرات کې نه غواړي، نه یې کله دا سې غوښتنه کړی، نه به یې وکړي او نه هم دا ډول طرحې ورته د منلو وړ دي.»

طالبانو ګواښ کړی، چې د دغو سازشي پلانونو پر ضد به بیا مقابله کوي او د نویمې لسیزې په څېر به یې کلکه دفاع کوي، چې هغه وخت یې هم د دغو دسیسو مخه نیولې وه.

«اسلامي امارت د افغان مجاهد ولس په استازیتوب امریکايي اشغالګرو او د هغوی  حمایتي جهتونو او افرادو ته په ټینګه اخطار ورکوي چې اسلامي امارت  به  د الله په نصرت او د خپل مجاهد ولس په ملاتړ د دغو سازشي پلانونو داسي مقابله کوي لکه په تیره نویمه لسیزه کې يې چې وکړه اوهیچاته به د خپل  متحد هیواد د ویشلو اجازه ورنه کړي.»

طالبانو په ټولو افغانانو غږ کړی، چې ملي یووالي دې وساتي او د تجزیه غوښتونکو د سیسو ښکار کېږي دې نه.

«اسلامي امارت په خپل یوموټي ملت هم غږ کوي چې د دښمنانو د دغو تخریبي هڅو په مقابل کې د خپل ملي او دیني وحدت په ساتلو سره د هغوی د تجزیه غوښتونکو دسیسو ښکار نشي، دلته د هرې ژبې ویونکي او د هر قوم او توکم اوسیدونکي افغانان د خپلو دیني او ملي مشترکاتو په لرلو سره  یو د بل وروڼه دي او هر څوک چې په هرنوم او پلمه د وروڼو  افغانانو ترمنځ بیل والی راولي هغوی د پردو تطمیع شوي مزدوران دي.»

په اعلامیه کې د امریکا او د افغانستان د تجزیه غوښتونکو عمر لنډ یاد شوی او پر افغانانو یې د یووالي د ساتلو غږ کړی دی.

«اسلامي امارت په دې متیقین دی چې که خدای کول نور د اشغالګرو او د هغوی د  تجزیه پلوه  عناصرو د ناکامي شیبې را لنډې شوې او د هیواد د اشغال تر پایته رسیدو وروسته به که خدای کول همدغه مخربین او د هغوی تخریبي پلانونه له منځه ولاړشي او ټول هیواد او په هغه کې یوموټی مسلمان ملت به یې له ټولو خطرونو او ضررونو څخه وژغورل شي، ان شاء الله  (… وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِندِ اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (10) الانفال)»

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ډیر اعلی الله ج دی تر دی لازیات تشویق درکړی الله ج او دغه مظلوم اولس در سره ملتیا لری هیڅ غم کوی ، الله ج فرمایی انتم الاعلون ان کنتم مومنین ، که تاسی ایمان لری تاسی بریالی یاست د وسلوو او وسیلو حتی د حلکو د شمیر او روزنی یادونه ی هم نه ده کړی ، تاسی الحمدالله دایمان په وسله سنبال یاست تاسی بریالی یاست ، جنګ وسله نه کوی ، جنګ وسله چلوونکی کوی او هغه وسله کونکی بریا ترلاسه کوی چه سپیحلی هدف ولری همدغه د خپلواکی داعیه او قربانی سپڅلی هدف دی سپیڅلی هدف… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

پسله سلامونو.
هیڅ افغان د هیواد د تجزئې هیله نده درلودلې او نه هیڅوک دومره توان لری چه هیواد تجزیه کړی او داچه طالبان ئې د تجزئې د مخنیوی ادعا لری علت ئې دادی چه له اولی ورځی پنجابیانو غوښتی او غواړی چه ټول هیواد په ولکه کی ولری بناً د طالب دا ادعا یوه کاذبه ویاړ خرڅونه ده.