درسول اكرم(صلی الله عليه وسلم )محترم پلارعبد الله

makkah1د عبدالله مور فاطمه بنت عمرو بن عائذ بن عمران بن مخزوم بن يقظه بن مره وه. د عبدالمطلب په اولادونو كې عبدالله تر ټولو ښكلى، شريف، غوره او ټولو ته ګران، او په ذبيح سره مشهور و. ذبيح يې له دې امله باله كله چې د عبدالمطلب زامن پوره لس شول او ټول ځوانۍ ته ورسيدل، نور يې د ده ملاتړ او دفاع كولى شوى، نو له خپل هغه نذر نه چې ايښى يې و خبر كړل، زامنو يې خبره ورسره ومنله. عبدالمطلب د دوى ټولو نومونه د پال په غشو وليكل او بيايې د هبل مينجور ته وركړل، مينجور غشي سره ګډ كړل او بيايې يو ورنه راويوست كه ګوري د عبدالله نوم راوتلى دى، نو عبدالمطلب چاړه راوخيسته، خپل زوى (عبدالله) يې راونيو تر څو كعبې ته يې بوزي او هلته يې ذبح كړي، خو قريشو خصوصا د عبدالله ماما خيلو او ورور يې ابو طالب عبدالمطلب لدې كارنه منع كړ. عبدالمطلب ورته وويل: نو چاره څه ده؟ زه خپل نذر څنګه ادا كړم؟ دوى ورته وويل: له فلانۍ عرافې ښځې نه پدې هكله مشوره وغواړه. عبدالمطلب عرافې ته ورغى هغې ورته وويل چې د عبدالله او لسو اوښانو تر مينځ قرعه اندازي وكړه، كه د عبدالله نوم راووت، نو لس نور اوښان ورباندې ورزيات كړه، پدې ترتيب سره لس، لس ور زياتوه تر څو خداى راضي شي او د اوښانو پچه وخيژي. پدې ترتيب سره هغه راغى، د عبدالله او لسو اوښانو تر مينځ يې پچه واچوله، د عبدالله نوم راووت، نو عبدالمطلب لس نور ورزيات كړل، خو بيا هم د عبدالله نوم راووت، نو لس، لس يې ورزياتول تر څو سل اوښان پوره شول بيا د اوښانو پچه وختله، عبد المطلب دا سل اوښان د عبدالله په ځاى حلال كړل او همداسې يې واچول هر چا چې وړل، وړل يې، نه يې انسان ترينه منع كاوه او نه حيوان. لدې پيښې نه مخكې په عربو او قريشو كې د ديت بيه لس اوښان وه خو لدينه وروسته سل اوښان شوه، اسلام هم همدا سل اوښان تاييد كړل. له رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه په روايت كې راځي چې فرمايي: (انا ابن الذبيحين) [زه د دوو ذبيحانو يعنى اسماعيل (عليه السلام) او عبدالله زوى يم].

عبدالمطلب خپل زوى عبدالله ته اّمنه بنت وهب بن عبدمناف بن زهره بن كلاب په نكاح كړه. اّمنه هغه وخت په قريشو كې د نسب او مقام له پلوه تر ټولو غوره ښځه وه، پلار يې د نسب او شرف له پلوه د بني زهره مشر و، د عبدالله او اّمنې واده په مكه كې ترسره شو، خو له واده نه څه موده وروسته عبدالمطلب هغه مدينې ته واستاوه تر څو دوى ته خرماوې راوړي. عبدالله لاړ او هملته مدينه كې وفات شو، او ځنې وايي: چې عبدالله د تجارت لپاره شام ته تللى و، او بيرته د قريشو له يوه كاروان سره راتله چې مدينې ته راورسيدل عبدالله مريض او بيا هملته د 25 كلو په عمر وفات شو، او د النابغه الجعدي په كوركې خاورو ته وسپارل شو. هغه وخت رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه و زيږيدلى، كه څه هم ځنې روايتونه وايي چې عبدالله د رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له ميلاد نه دوې مياشتې وروسته وفات شوى دى.

خو زياتره مورخين لومړنى نظر تاييدوي او كله چې د عبدالله د مړينې خبر مكې ته راورسيد نو اّمنې دده په مرثيه كې دا شعر ووايه:

عفاجانب البطحاء من ابن هاشم                     و جاورلحدا خارجـا في الغمـاغم

دعـته المنايا دعوة فـأجـابهـا                    و ما تركت في الناس مثل ابن هاشم

عشـية راحـوا يحملون سـريره                   تعـاوره اصحابـه في التـزاحـم

فإن تـك غالته المنـايا و ريـبها                  فقـد كان معطاء كثير التـراحـم

ترجمه:[ د بطحا غيږ د هاشم له زوى نه خالي شوه، هغه د اّوازونو او ژړاګانو (غوغا) په مينځ كې د لحد ملګرى شو، مرګي وغوښت هغه هم دې بلنې ته لبيك ووايه، اوس مرګي د خلكو په مينځ كې د ابن هاشم د زوى په شان څوك نه دي پريښي، (څومره غمجن و) هغه ماښام چې خلكو د ده كټ په اوږو اخيستى ْ، كه څه هم مرګ او د مرګ حوادثو هغه ختم كړ (خو د هغه د كړو ياد به تل وي) هغه ډير پوه، رحيم او سخي سړى و.] د عبدالله ټول ميراث پنځه اوښان، يوه رمه (يوشمير) ميږې او يوه حبشي وينځه وه چې نوم يې بركه او كنيه نوم يې ام ايمن و، او دا همغه ام ايمن ده چې رسول اكرم (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به يې په غيږ كې ګرځاوه پالنه به يې كوله۔



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.