نړۍ

د هیلري کلنټن نوی کتاب خپرېږي

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې، مېرمن هیلري کلنټن په دې وروستیو کې نوی کتاب «سخت انتخابونه» لیکلی، چې راتلونکې سې شنبه د جون پر ۱۰مه به د کتاب بازار ته راووځي.
آغلې کلنټن په دې کتاب کې د کړکېچونو، انتخابونو او ننګونو په اړه غږېدلې، چې دا د امریکا د ۶۷مې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه وسره مخ شوې ده.

کلنټن لیکي: «موږ ټول په خپل ژوند کې له سختو انتخابونو سره مخ کېږو».

یو شی چې دا کتاب یې له لوستونکو سره شریکوي دا دی، چې کلنټن لا هم د یوې زده کوونکې په توګه زده کړه کوي. د ودې او بدلېدو په حال کې ده. د ماضي له غلطیو یې زده کوي. د بېلګې په ډول، دې په ۲۰۰۲م کال کې پر عراق د حملې په پلوۍ رایه ورکړې وه؛ خو وروسته یې بیا په زغرده وویل، چې «په غلطه وم».

دا چې د ۲۰۱۶م کال په ټاکنو کې به نومانده وي کنه، آغلې کلنټن وايي، لا یې پرېکړه نه ده کړې؛ خو «دا هم یو سخت انتخاب دی».

«سخت انتخابونه» په عمومي ډول له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲م کاله پورې په بهرنیو چارو وزارت کې د هیلري کلنټن د ماموریت یو نچوړ دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x