نور روز یا سال نو !!

لیکنه : مفتي احسان الله …

اسلام له هره اړخه یو کامل او مکمل دین دی ، د هر څه په باره کې روښانه تګلاره لري ، عبادات ، مراسم او اخلاق په هر څه کې پوره دی ، د نورو باطل ادیانو په شان نه کله هم کمی او نه هم زیاتی په کې را تلای شي ، اسلام یو سپيڅلی دین دی ، د نړۍ والو لپاره په هره برخه کې روښانه لار او مسیر لري .

اسلام د انساني فطرت سره یو موافق او هم غږي دین دی ، نو له همدې امله الله رب العزب د مسلمانانو د خوشحالي لمانځلو لپاره ، دوه اخترونه او په هرو اوو ورځو کې د جمعې مبارکه ورځ متعینه کړې ، په دغو ورځو کې چې څوک د خوشحالي اظهار وکړي، الله رب العزت ورباندي خوشحالیږي .

خو بالمقابل اسلام له دېنه منع کوي، چې د اسلامي شعارو پر ځای د نورو باطلو ادیانو پیروي او د هغوی د ناروا مراسمو لمانځنه وشي، یو له هغو نه چې زموږ متدینه ټولنه ورسره مخ ده، د نو روز ورځ ده، چې په افغانستان کې ډیری نا خبره خلک يې په ښه نیت لمانځي، حال داچي دا ورځ هیڅ شرعي سابقه نلري، بلکي د غیر مسلم و کار او رسم دی ، زموږ د مذهب حنفي مطابق که دا ورځ یو څوک د باطل رسم د تعظیم او عزت له امله ولمانځي نو د ایمان خطره يې ده، او که يې د دې ورځي تعظیم مقصد نه و، بلکي د یو خوشحالي جوړلو به نیت په یاده ورځ یو خوشحالي جوړه کړي، او یا د دې ورځي په مناسبت چې کومي غونډه کې ګډون وکړي، نو هم د شریعت له نظره نا سم کار دی .

تر ټولو لویه بدي لا دا ده ، چې د عبادت تر نامه لاندي ، ډیر ناوړه کارونه په کې کیږي ، زیارتو ته خلک د زیارت کولو په نوم ورځي ، خو مشاهده دا ده ، چې په د نو روز په ورځ هلته هغه کارونه تر سره کیږي ، چې اسلام يې په یو ځای کې هم د کولو اجازت نه ور کوي .

زیارت ته تلل په دې نیت وي ، چې تذکیر بالموت وشي ، مرګ سړي ته یاد شي ، د قبر خاوند ته د ګوناهو د معافي او درجو د بلندي دعا وشي ، خو بالمقابل په دغه ورځ ورغلي نر او ښځي د قبر په وړاندي په منکر او ګناه اخته وي .

نو اخيري پیغام مو دا دی ، چې علماء ، قومي مشیران او مخور دي ، له خپل اثر او رسوخ نه په استفادې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نیت له دې نا روا رسم نه خپل کور کلی او ټولو مسلمانانو وروڼو ته نجات ورکړي .

2018-03-18

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

محترم مفتی صاحب! سلام علیکم. ما نن ټکی آسیا ته د نوروز په هکله یوه لیکنه د خپرېدو لپاره ورلېږلې وه خو هغوی ئې د خپرېدو وړ!! نه بولی، البته د هغوی تشخیص د درناوی وړ دی خو دا درناوئ به هغه وخت طبیعی وای چه نن ټکی آسیا د بې طرفی او خپلواکی ادعا ندرلودای. په هر حال زما پوښتنه ستاسی او بل هر هغه مفتی څخه کوم چه د نوروز لمانځنه حرامه بولی داده: آیا د یو مباح عمل تر سره کول په نیت پوری اړه نلري؟ که زه مثلاً نوروز پدې خاطر ولمانځم چه د لمریز کال… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د اسلامی معلومات له مخی : د نوروز په اړه دا سمه خبره ده چه نوروز د ثواب په نوم نماتنځل حرام ځکه دی چه قران کی یی د کولو یادونه نه ده شوی مګر ډیر بیا دا هم وایی چه په اړه یی ممانعت هم نه دی شوی لکه د شرابو په اړه چه ویل شوی شراب یو خبیثه عمل دی ځان تری وژغوری . دغه خبره چه مونږ ورته د حرام او یا حلال نوم ورکوو ناسمه خبره ده دا سمه ده چه د مجوسانو عمل وو ، مګر مجوسانو ډوډی هم خوړله ، اوبه یی چښلی… نور لوستل »