افغانستان

ننګرهار: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د مدرسې یو استاد او درې زده کونکي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولایت خوږیانو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې تیره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې چې په پایله کې یي درې زده کونکي او یو معلم وژلی شوی دی.

د سیمي اوسیدونکي وایي دا عملیات د “دارلعلوم زبیریه” نومي مدرسه باندي شوي دي. د مدرسې استاذ قاري عباسي نومیدو او شاګردان یي مجیب الله، شاهد الله او ذکي نومیدل.

بل طرف د د ننګرهار د ولي ویاند عطا الله خوګیاني رسنیو ته ویلي دي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه په ټټنګ کلي کې عملیات ترسره کړي دي چې په پایله کې یي ۵ تنه وسله وال طالبان وژلي او دوه عرادي موټر سایکلونه یي هم نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x