ادبي لیکني

دپښتو ادبي قندیل مسلم باغ مشاعره وشوه

نن  دسهیلي پښتونخوا مسلم باغ په ښارګوټي کښي  دپښتوادبي قندیل ټولنې تر  نظارت لاندې یوه  په زړه پورې کلنۍ مشاعره وشوه چي دې مشاعرې ته  دسهیلی پښتونخوا  له بیلابیلو سیمو څخه شاعرانو برخه درلوده  له کوټي، چمن، کچلاک، کلاسیف الله، مرغې، برښور، او خانوزیي سیمو ګڼو  شاعرانو  او ادیبانو خپل شعرونه وویل.

دا مشاعره  دماښام له لمانځه وروسته لومړئ دقرآن  عظیم الشان په سپیڅلو ایتونو سره پیل شوه چي وروسته بیا  شاعرانو په خپل وار سره  شعرونه وویل  او دمشاعرې مشر میلمه دروند استاذ محقق عبدالرؤف رفیقی وو چي دمشاعرې برخه والو ته یې خپله  خوندوره وینا او په زړه پورې شعرونه وویل.

دامشاعره دشپې تر  دریو ۳ بجو روانه وه  وروسته  تر مشاعرې راغلو میلمنو شاعرانو ته ډوډۍ ورکړل  شوه .

 دپښتو ادبي  قندیل ودې مشاعرې ته  له مسلم باغ ښارګوټي څخه  عامو خلګو هم پراخ ګډون درلود او د مشاعرې شعرونه  چي زیاته برخه یې د امن او پښتنو ته پر ورپيښو ستونزو راڅرخېده.

 پښتو ادبي قندیل ټولنه له ټولو  راغلو میلمنو څخه یو ځل بیا دزړه له تله مننه کوي او دې ادبي راتګ ته یې تل سترګي په لار یو

په درناوي

محمد علی عمری

پښتو ادبي قندیل
 مسلم باغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x