موټرولا کمپنۍ په نویو ځانګړتیاو سمبال نوی مبایل وړاندې کوي/ویډیو وګورئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د سمارټ فونونو په نړۍ کې یو شمېر پرمختګونه روان دي، خو د موټورولا کمپنۍ Moto Razr لړۍ مبایلونو دې کمپنۍ ته نوی شهرت او نوم ورکړی دی.

ددغه کمپنۍ Motorola Razr لړۍ مبایلونه پخپل وخت کې ښه نوم او شهرت پیدا کړ، اوس له ډيرې مودې وروسته دغې کمپنۍ یو ځل بیا دغه مبایلونو کې نوښت وکړ، او په داسې شکل یې وړاندې کوي چې هم د پخوانیو په شان قات (فولډ) کیږي او هم د سمارټ فونونو په شکل ټچ استعمالیږي.

د موټرولا کمپنۍ د مبایلونو په نړیوال نندارتو کې د Moto Razr v4 په وړاندې کولو خبر ورکړی و، چې دوی داسې مبایل وړاندې کوي چې هم قات کیږي او هم د ټچ په شکل استعمالیږي.

ددغه مبایل سکرین ټوله شیشه ده، خو سربېره پر دې قات کیږي هم، په یو وخت کې د قات کېدو او نه قات کېدو (Folded، Unfolded) دواړو ځانګړتیا لري، همدا ډول شا خواته دوه کامرې لري او فینګر پرینټ (ګوتې کولپ) هم لري.

دا مبایل چې قات وي ۷.۵ ملي میتره نری والی لري، او چې پرانیستل شي ۳.۷ ملي میتره نری والی لري، دا لومړی ځل دی چې موټرولا ددې مبایل لړۍ کې دومره نری مبایل وړاندې کوي.

Moto Razr V4 چې کله پرانیستل شي ۷ انچه سکرین لري، همدا ډول د سنیپ ډراګون ۸۵۵ CPU لري، داسې احساس کیږي لکه د سامسنګ کمپنۍ ګلیکسي X مبایل.

د یادونې وړ ده چې ددغې مبایل بیه او بازار ته د وړاندې کېدو نېټه لا نه ده په ډاګه شوې، خو ښایي دغه مبایل به له لوی نوم او شهرت سره بازار ته وړاندې شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د