افغانستان

خالد هادي: د طالبانو د سولې دریځ د افغان ولس غوښتنو سره اړخ لګوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): د بینوا ویب پاڼې مدیر، لیکوال او ژورنالیست (خالد هادي) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو سره کتلي او د سولې په تړاو یې د هغوی موقف هیله بخښونکی بللی.

ښاغلی هادي وايي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر (شیر محمد ستانکزي) او د یاد دفتر له نورو غړو سره کتلي او د افغان سولې په مسائلو ورسره غږیدلی.

نوموړي په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې «د طالبانو د سولې دریځ ډیر نرم او منطقي استدلال درلود چې د افغانستان د ټول ولس د غوښتنو سره اړخ لګوي».

ښاغلي هادي د دولت لخوا د سولې په وروستي وړاندیز هم څرګندونې کړي او زیاته کړې يې ده چې په یاد وړاندیز کې د امریکا د موجودیت مسئله ګونګه ده او داسې کوم تضمین نشته چې له سولې وروسته به امریکا کلي او کورونه نه بمباروي او خپل ځواکونه به باسي.

نوموړي په یوې جلا لیکنه کې سولې ته د افغان حکومت په ژمنتیا شک څرګند کړی او په باور یې؛ که افغان حکومت سولې ته ژمن وای نو په اندونیزیا کې د علماوو او د تاشکند په سیاسي غونډو کې به یې طالبانو ته د یو «مهم اړخ» په حیث بلنه ورکړې وای.

هغه د سولې په برخه کې دولتي فعالان تورن کړي چې له سولې څخه د «سیاسي تجارت» ګټه اخلي او خلکو ته له طالبانو سره د خبرو د پرمختګ درواغجن زیري ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

هغه څوک چه نجیب ګاؤ ته شهید!!! وائي هغه هیڅکله حق نلری چه دې لوړو ښاخونو ته لاس ور وغځوی.

غوربندی

ښاغلي خالد ته ښایي چې خپله وېب پاڼه د حقیقت خپرولو په لحاظ ژوندۍ او د تولې/مصلحت اندیشۍ له تګلارې راوګرځي. زه شخصا بېنوا وېب پاڼه له دې امله نه ګورم چې د ورځني معمول په توګه پکې بې خرته په درواغو ولاړ خبرونه خپریژي، مثلا: په هلمند کې د دولت ۲۵ مخالفین ووژل شول (د درواغژن دې مخ تور وي!). که د پورته ډول خبرونو د ارقامو احصاییه ونیول شي نو د بینوا ویب پاڼې په انډولي حساب شاید د افغانستان څه کم نیم نفوس وژل شوی وي. خو بیا هم په نسبي ډول د پسرلي پر بېلمازانو ډېر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x