نظــر

د هلمند د جاسوسانو مشر څه وايي؟

په دوی چې کله ځمکه سره شي، نو بیا هڅه کوي خپله ټوله وارخطايي او ډار په مقابل لوري ور واړوي. دا پر دې مانا چې په دې دیارلس کاله کې بې ضمیره رسنیو پرلپسې مکمل سرچپه تبیلغات وکړل؛ نو چارواکي هم ځکه د دروغو په جوړولو کې لا ماهر او زړور شول. دوی وپوهېدل چې داسې خلک لري، چې د څو پیسو لپاره به مړه ژوندي او ژوندي مړه اعلان کړي.

او هغه هم په داسې ډول چې یرغمل ولس به خوله وازه پاتې شي، چې هو ولا دا خو رښتیا وايي.
دغه څو ورځې له رسنیو پرلپسې دا اورېدل کېږي، چې نن سل طالبان په پلاني ځای کې او یو نیم سل په پلاني ځای کې د دوی په خبره ـ ووژل ـ شول. په داسې حال کې چې د دوی په وړاندې شرم مانا نه لري. ځکه خو په پوره سپین سترګي داسې لنډکي دروغ ووايي چې شېبه وروسته پخپله بېرته خپله لمن په سر ور واړوي.
دغه پرون د پکتیکا مزکز ته نږدې د مټاخان په چامړۍ سیمه کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ په نښته کې د مشهور بچه باز او چرسي قومندان عجب نور په ګډون څلور اربکیان مړه او درې نور يې سخت ژوبل شوي دي، په مجاهدینو کې د احمد په نامه مشهور زړور ځوان شهید شوی او یو بل تن ټپی دي، مګر د پکتیکا بې ضمیره رسنیو مکمل سرچپه خبر ترې جوړ کړ، ورته حیران شوم په سیمه کې مې د کلید ګروپ او رڼا پروډکشن خبریال محمد یاسین یاسین ته زنګ وواهه ، ماویل ولې زوی مړې د مټاخان له جنګه ته نه يې خبر؟
خوله يې چینګه کړه وايي ډاکټر صیب ولاکه به موږ ملامت يوو، خو عزیزالله زنګ راکړ چې باید دغسې خبر جوړ کړئ.
تلیفون مې پرې بند کړ، عزیزالله په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان دی، چې په بچه بازۍ کې نوم لري. هغه د اربکیانو په هره پوسته کې هلک لري. د ده خپل شخصي هلک چې بل ورته د کتلو حق نه لري، امین جان د پکتیکا د سروبي ولسوالي دوولس کلن ماشوم دی.
دا چې د ټاکنو په نامه د افغان وژنې د دویم پړاو دسیسه رانږدې ده، نو شوړېدلی رژیم خورا وارخطا دی، نږدې میاشت وړاندې یونس قانوني غیر ارادي وویل چې په خدای زه خو په راتلونکو ټاکنو کې وېرېږم. ورپسې يې چې د طالبانو له خوا د پرلپسې فتحو راپورونه واورېدل نو زبون يې ووهل شو او تراوسه يې بیا څه نه دي ويلي.
مګر نن مې په رسنیو کې یو بل څه تر غوږشول چې د هلمند د جاسوسانو مشر جنرال مومن ويلي چې په ټول هلمند کې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره ۵۵۰ډلې فعالې دي او مجموعاً پکې ۸۷۴۰ تنه طالبان جنګېږي.
وه زوی مړې پر دې معلوماتو!
دوی غواړي چې په دې ډول ثابته کړي، چې ګواکې آن د طالبانو له شمېره هم خبر دي، له ډلګو يې هم خبر دی. او دلته بېرته زما هغه پخوانۍیادونه چې دوی خپل لمن په خپله…
نه، جنرال مومن دروغجن صیب! چې تاسې دومره کره معلومات لرئ چې آن د طالبانو له ډلګیو او د کسانو له شمېره يې خبر یاست، نو بیا به يې خامخا د اوسېدو له ځایه هم خبر یاست، نو دلته دوه خبرې دي:
۱.یا ته دروغ وايې، بېخې د طالبانو له حاله خبر نه يې.
۲.یا هم ښه خبر يې، چې دې ۶۸۴۰تنو طالبانو نږدې ټولې ولسوالۍ نيولې دي.
که داسې نه وي، نو بیا ولې د جاسوسانو د مشر په توګه د دې طالبانو اړوند چې ته يې دومره کره معلومات هم لري، چوپه خوله يې؟
دا ښکاره ثبوت دی، چې یا دې خبره دروغ ده، یا هم طالبان پوره واکمن دي او ستاپه څېر د معاش لپاره میاشت اړوونکي ورسره نه شي چلیدلای.
همدې وارخطا تر دې نادره دا کړې ده، چې وايي په هلمند کې طالبانو نوي زره کیلوګرامه تاریاک د عشر په نامه ټول کړي.
بیا دوه خبرې دي: چې یا همدا ښاغلی د وارخطايي د پټېدو لپاره دروغ وايي، یاهم بیا غواړي خپله لمن پخپله…
په هلمند کې د نوي زره کیلو ګرامه تاریاکو ټولول دا معنی لري، چې طالبان د هلمند په خلکو کې دومره محبوبیت لري چې نږدې یو لک کیلوګرامه تاریاک په عشر کې ورکوي، د دې نوي زره کیلو ګرامه تاریاکو ورکوونکې کورنۍ ټولې د طالبانو پلوې دي، چې د همدې نوي زره کیلو ګرامه تاریاکو د کښت پرځمکه د طالبانو واک دی…
نو لطفاً جنرال محمد نعیم دروغجن صاحب خپل حال پخپله مه وایه موږ پوهېږو چې ته درملنې ته اړتیا لرې.
څو ورځې وړاندې بیا د جاسوسانو کابلۍ ادارې وویل چې په پاکستان کې د مدرسو طالبان په افغانستان کې د ټاکنو د ګډوډۍ لپاره رخصت شول.
وه زوی مړې! که رښتیا همداسې وي، نو بیا په کومه خوله پاکستان ته ورور وايې او د راکټ او بمبار په وړاندې يې له سرساتونکو سرتېرو سره چوپه خوله يې؟؟؟
ښکاره خبره ده چې د جهاد ولسي غورځنګ په پاکستان پورې تړل یواځې یوه ځان غولونه ده. کنه د هلمند دجاسوسان د مشر خبره پخپله په دې اطلاق کوي چې طالبان یعني ولسي قوت.

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x