نظــر

منظور پښتين وپېژنئ ! ! !‎

راټولونکی: مسیح الله نوري

نن سبا هر پښتون د (منظور پښتین) له نوم او دریځ سره ډېر آشنا دی. په هر کلي او کور کې منظور پښتین د مېړانې او انقلاب سمبول ګرځېدلای، ښایي ډېری منظور پښتین په پوره توګه ونپېژني او د منظور پښتین د نوم په اورېدو یې په ذهن کې د یو پښتون انقلابي رهبر انځور جوړ شي او بس. اوسنیو حالاتو ته په کتو اړینه ده چې د ښاغلی پښتین ژوندانه ته یوه کتنه وشي.

منظور احمد پښتین په ۱۹۹۲ کال کې د سوېلي وزیرستان په یؤ وړوکي کلي کې (مولا خان سرای) کې زیږېدلی دی. پلار یې عبدالودود محسود د کلي په ښوونځۍ کې ښوونکی و نو ځکه منظور احمد خپلې زده کړې د خپل کلي په ښوونځۍ کې پیل کړې. د تعلیم او تحصیل لړۍ يې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعیل خان نه د څارو د ډاکټر (DVM) د سند په اخېستو پای ته ورسېده.

پښتین د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جنورۍ تر آخره یو ګمنام ځوان و او هیچا نپېژانده، مګر کله یې چې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان د پوځ د رویې په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د هر پښتون په زړه کې یې ځای وموند او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتونو وپېژانده. د ښاغلي پښتین دې ناڅاپي شهرت د پاکستان حکومت دې ته اړ کړ چې په رسنیو ځینې بندیزونه ولګوي تر څو د پښتنو پاڅون ته خلک متوجه نکړي.

ښاغلی پښتین په قوم مسید دی او په یوې غریبې کورنۍ کې پیدا شوی. وړوکوالی یې په خپل محل او کورنۍ کې تېر شوی او تنکی ځوان و چې په ۲۰۰۹ زېږدیز کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو په ترځ کې سره د کورنۍ دړ خپلې سیمې نه کډوال شو. د کډوالۍ ژوند یې په ډېره اسماعیل خان کې تېر کړو.

منظور احمد پښتین څلور وروڼه او درې خویندې لري چې پښتین یې د ټولو مشر دی. تېر کال یې واده کړی. د کډوالۍ د ژوند په هکله وایي چې د وطن پرېښودل ورته ډېر سخت و. پلار یې د کډوالۍ نه مخکې غوښتل چې په کور کې یې شته کتابونه خوندي کړي او د راستنېدو نه پس یې ولولي خو له بده مرغه کله چې بېرته خپل کلي ته ستانه شول نه د کور ودانۍ پاتې وه او نه کتابونه. اتل پښتین وایې پلار مې د کور په ورانېدو دومره غمجن نه وو مګر په کتابونو پسې يې وژړل.

ښاغلی پښتین د عدم تشدد اتل باچا خان، د روښانیانو د تحریک مشر بایزید روښان چې په پیر روښان هم شهرت لري او د پښتنو د غني تاریخ د ادب ننګیال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني. د پوهنتون په دومره کې منظور احمد پښتین د (Tribal Students Organization) مشر هم پاتې شوی او د نړۍ د ډېرو انقلابونو او انقلابیانو په اړه یې ډېر لوست کړی.

منظور پښتین تر ټولو سخت او نا هیلونکي هغه وختونه یادوي چې د اسلام آباد په پرلت کې حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنله چې د دوی غوښتنې پوره شوې دي او نور به احتجاج ختموي. د ده په وینا خلک یې ډاډ او حوصله ته رابلل او تل په خپلو وینا کې به یې دا ټکي ویلو چې که حکومت ستاسو هر څه یوسي مګر ستاسو زغم او حوصله نشي وړلای او ستاسو حوصله ستاسو لوی قوت دی.

که څه هم منظور پښتین په مادیاتو غني ندی مګر هغه په خپل تش جېب په خپلو پښو د پښتنو کلو او بانډو ته ځي او خپل پیغام پښتنو ته رسوي. ښاغلي پښتین خپل لومړي تنظیم د محسود تحفظ تحریک په نوم په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې جوړ کړ او کله یې چې د کورنۍ او قبیلې ملاتړ ولید نو د تحریک نوم یې پښتون تحفظ تحریک ته بدل کړ. د اسلام آباد په پرلت کې منظور پښتین په خپله وینا کې دا وېلي وو چې دوی د پاکستان قانون ښه مطالعه کړی او وروسته یې غوښتنې وړاندې کړې او داسې نه ده چې دوی په پټو سترګو راغلي او غوښتنې یې د قانون خلاف وي. د ماینونو صفا کؤلو یې هله پام په پوره توګه ور واړوو کله چې خبر شو چې د ښوونځۍ یوه ښوونکي يې د ماین د جاودېدو له کبله خپلې دواړې پښې له لاسه ورکړې. مخکې له دې پېښې ده د هغو خلکو سره د مالي مرستې په ټولولو او د وینې د پیدا کولو کې مرسته کوله، چا چې د ماینونو له کبله ټپیان کېدل. مګر کله یې چې ښوونکي دواړې پښې له لاسه ورکړې نو دا یې یوه اړینه موضوع وبلله او د آسلام آباد پرلت په ترځ کې یې د ماینونو صفا کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلی پښتین په خوی ډېر عاجز دی او نږدې ملګري يې وايې چې منظور ډېر شریف او ذهین زلمی دی، او په خپل مقصد مین او په خپل دریز کلک ولاړ دی. منظور احمد یو نا چاپه کتاب لیکلی او په هغې کې یې د وزیرستان په حالاتو څرګندونو کړې، پښتین دې کتاب ته اندېښمن دی او وایې چې که یې کتاب چاپ شي نو د ډېرو پښتنو او بشر پاله خلکو قهرجن احساسات به راوپاروي. ده په خپل کتاب کې د ډرون او امریکايي الوتکو د بریدونو په اړه لیکلي او د طالبانو په تګلاره او کړنو یې هم رڼا اچولې ده. د اسلام آباد د پرلت په اړه پښتین وایې چې دا یې د ژوند لویه کامیابي ده او غواړې د دې پرلت په اړه هم یو کتاب ولیکي چې په پرلت کې څه پرې تېر شول او څه یې ولیدل، د وزیرستان په ښځو او ماشومانو څه تېر شول او داسې نورې اړینې کرښې چې تر اوسه ندي لیکل شوې.

منظور پښتین د پښتون د وېښتابه رهبر او د یوه ستر تاریخې پښتنیز انقلاب بنسټګر دی. د ده سره خولۍ چې اوس یې هر څوک د منظوري خولۍ په نامه پېژني د یوه انقلابي سمبول په توګه نن سبا په پښتنو کې ځای موندلای دی. د منظور احمد پښتین دا ادبي ټوټه د هر پښتون په زړه کې د انقلابي ولولو څپې په حرکت راولي:

پښتون احساس چې رانه خوارې نکړې

نور خو مې هر څه دي بایللي ګرانه

د آزادۍ د انقلاب ګلونه

پښتین په ټنډه دي پېیلي ګرانه

د ښاغلي سېلاب مسید نه نړۍ مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
20 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
seerat

دنړی په تقریبا ارامه جفرافیه کی دپښتون میړنی قوم دا نا ارامه زوند مونږ ته دابیانوی چی دغه قوم هغه سه ده چی څوک یی دزغملو ندی یهود له زرو کیلو مترو دالقاعده په بهانه راغلل ترڅو دامړنی قوم وځپی خو متاسفانه چی داقوم خو دطالب په نوم جدا او دبل په نوم جدا نه وزل کیدلی

توکل

وروره چه په پاچا خان پسی لاړ په خدای که یی په شل کړی، بس یاره په با طل پرستی که یی هیځ شک نشته، هسی خلک ورته خوشاله دی، د دودی استادانو سفندیار او مامود خان کومه شل کړه چه دا سړی بی شل کړی. بس الله پاک د مونژ په خپل مقصد پوه کړی.

غ.حضرت

د پنجاب د ظالمانه او خائنانه کړنو په وړاندی مبارزه حتماً د ماموت خان او ولی خان او اجمل خټک پر خط د تګ له لیاری د بری ضمانت ندی بلکه نوری لیاری او نور فکری خطونه هم شته دی.

محمدنعیم سادات

تاسی ولی لاریون ته هندی لفظ یعنی [پرلت] استعمالوی پښتو ژبی ته د هندویزم د اصطلاحاتو رادننه کول لوی خیانت دی .

محمدنعیم سادات

که چاته ددی [پرلت] د لفظ په باره کښی معلومات وی مهربانی دی وکړی او پدی باره کښی دی معلومات راکړی . مننه

مجيد

مظاهره هغې غونډې او تحريک ته وايي چې ګډون وال يې له يو واټ څخه تر بله روان او شعارونه ورکوي، خو پرلت بيا هغې غونډې ته وايي چې ګډون وال يې ځای پر ځای ناست او خېمه يې وهلې وي. پرلت (پرلتۍ – پرتلۍ)

محمدنعیم سادات

د پرلت د کلیمی مخالف یم خو د پښتین د غورځنګ ملاتړی یم

الحاج استاذ بیانزی

نوری صاحب ! د منظور پشتین د پيژندنی په اړه چه مو د هاغه د پيزندنی د پاره کومه لیکنه لیکلی هغه مو ډیر ّښه وپیژاند او تاسی مو هم د هغه په پیژندنه ډیر ښه وپیژڼدلی چه تاسی هم یو له هغو کسانو یاست چه زړونه او مغزونه یی د استعمار په ایزمی ابی اوبو کی پریمنځل شوی یعنی د غفارخان د کورنی پوری اړه لری ، د هغه لمسی ( اسپندیار ولی ) وایی کومو قوانینو کی چه داسلام او پشتو توپیر وی زه به د پښتو قوانین عملی کوم ، دا یی هم ویلی چه زه لمړی… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم بیانزی صاحب ، خان عبدالغفارخان او کورنی یی پښتانه ندی بلکی قزلباش دی چی اوس ځانته پښتانه وایی او د پښتنو له نوم څخه ناوړه ګټه اخلی . د منظور پښتین ښه والی همدا دی چی نوموړی د قزلباشانو له ‌‌‌‌‌‌ډلی ندی او دا لومړی ځل دی چی یو پښتون په پاکستان کښی د قزلباشانو پرځای د پښتنو غږ اوچتوی . او ددی کار ګټه داده چی نور به ورو ورو په پاکستان او افغانستان کښی پښتانه د قزلباشانو له فکری انحصاره راوځی او خپل غږ به پخپله اوچتوی .

الحاج استاذ بیانزی

سادات صاحب ، مننه کوم چه چه تاسی تبصره کی رڼا اچولی یعنی دغه مو د قزلباشانو له خوا نه بلکه د یو پشتون ځلمی له خوا روانه خوځښت شودلی . مګر څومره جینلونه چه د اوسنی خوځښت د پاره څرګندونی کوی او په اړه یی د همدغه قزلباشانو مشر محمود خان اڅکزی او داسی نورو ښودنی او بربندونی وشوی دا د هغه ساده ځلمی له کچی پورته دی او هغه ساده خلمی غریب خو سم په سیاسی خبرو هم نه بوهیږی ډاسی معلومیږی چه د ګلمکی چه بیا یی وروسته تری ملاله یوسفزی جوړه کړه به شان تری یوه… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم بیانزی صاحب ، د نوموړو کړیو له انحصار څخه د پښتنو خلاصیدل یوه اوږده او تدریجی پروسه ده . اوس به خامخا دا کړی کوښښ کوی چی دا خوځښت تر خپل کنترول لاندی راولی چی تر څو یی د ناکامی کندی ته ورټیل وهی خو مهمه خبره داده چی د پښتنو د راویښیدو پروسه شروع شوی او پدی پروسه کښی به ‌‌‌‌‌‌ډیری لوړی او ژوری مخته راځی او پدی ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌ډیر خوځښتونه به ممکن د نوموړو کړیو لخوا ناکام کړل شی خو دا پروسه دوی درولی نشی که دا پښتین لاړ شی بل پښتین به سر راپورته کوی او… نور لوستل »

خان محمد،

پرلت دوزيرستان خلک چترزانوناستى ته وايي مننه

محمدنعیم سادات

خان محمد صاحب مننه ، زه پوه شوم دا [پلتریو ] ته وایی . موږ ورته [ پلتری ] وایو . بیا نو سمه ده ما فکر وکړ چی که کوم هندی لفظ دی . او ممکن هندی لفظ به وی او زموږ ژبی ته به راګ‌‌‌‌‌‌ډ شوی وی . مننه

الجاج استاذ بیانزی

سادات صاحب ! ستاسی دا خبره جه دغه نوی ځلمی مجاهد او که نشنلست پشتون دی که مجاهد پشتون او د غفار خان د غلامی او ملحدی کورنی سره مخالف وی کیدی شی جه هلی ځلی یی موثریت هم ولری ، د غفار خان ملحده کورنی غړی خو په ښکاره وایی چه دوی اول پاکستانی او بیا پشتانه دی اسلام هم ورسره وروسته وروسته یادوی یعنی اصلا مسلمانان نه دی . مګر ستاسی دا خبره چه اوس د پشتنو خوځښت وده کړی او نه ماتیږی ، د پشتنو طالبانو خوځښت دا ۱۷ کاله او تر دی هم زیات پیل شوی… نور لوستل »

Zadran

بیانزی صاحب،افرین ستاسو په د زړورتیا.او په دا قوی لاس چه ټاپ د الحاد ټاپه په خلکو ولګوی.د قصه خوانی ټاپه د خان عبدلغفار په کورنی لګولی ،ده.ایا د خان صاحب کورنی ملحده ده؟پروردګار مو د لایزر بمونو ته برابر کړه،چه دا دستاسو له ټاپه څخه خلاص شی.خان صاحب په قبر کی هم درڅخه په عذاب دی

الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! د دی خبری پوښتنه له نسیم ولی ، اجمل خټک او اسپندیار ولی او اڅکزی څخه وکړه په شکاره وایی چه پشتونولی هم د اسلام په شان اصول او مقررات لری ډیر یی سره ورته مګر یو شمیر یی سره ورته نه دی ګمان کوم د الجزیری تلوینزون نماینده تری پوشتنه کوی که تاسی ته داسی څه پیښ شی جه د پشتونولی او اسلام قوانینو کی سره توپیر لری تاسی به په کوم قانون تعامل ترسره کړی هغه ورته په ډیره ویاړنه او لیوالیتا ځواب ورکوی چه زه به د پشتو په قانون فیصله کوم . هر… نور لوستل »

اجمل

فکر کوم ، د افغانستان د ځینو ولایتو پشتو یو له بله سره لږ و دیر اکسنت لری زمونږ د مشرقی پشتو کی ورته لغت شته مونږ ورته ( پله تۍ ) وایو لکه څوک چه په ارامه او پراخه ډول په زمکه کینی یعنی د زر پاڅیدو هیله نه لری دا لغت او معنی یی د ( پرلتی ) سره ډیر ورته والی لری . اربکان زمونږ اړخ کی چا نه پيزندل مونږ ډیرو فکر کولو چه د ا کوم د ترکیی هیواد نوم دی مګر وروسته معلومه شوه چه پکتیا کی هغه کسان چه د کلی کور حخه… نور لوستل »

محمدنعیم سادات

محترم بیانزی صاحب پښتانه یو مسلمان قوم دی خو د بعضو کړیو لخوا دا پروژه پر مخ وړل کیږی چی ګواکی پښتو پخپل اصل کښی د اسلام د مبارک دین سره په تضاد کښی ده . چی له ‌‌‌‌‌‌ډلی یو هم همدا د غفارخان کورنی ده چی ددوی وظیفه همدا چی د پښتنو د راویښیدا مخه ‌‌‌‌‌‌ډب کړی . کله چی یو ملحد د پښتو پښتو ناری وهی نو خلګ داسی ګمان کوی چی که هرڅوګ د پښتنو د مظلومیت ناره پورته کړی نو هغه هم ملحد دی . دوی همدا کار زموږ د خلکو په منځکی د علم د… نور لوستل »

غ.حضرت

د ځدران صاحب او نورو څخه توقع داده چه پښتنی ادب او اخلاق وکاروی، ناڅاپی د کوم بل چا د افغانیت او اسلامیت او انسانیت منکر نشی ،پښتو می پدې خاطر یاده کړه چه نن سبا ځینی خلګ پښتو یا پښتونولی هر څه بولی ، تر به دې به تېر شو چه داسی ده که نه. دا بدرنګه او ځوروونکې منظره به زما هیڅکله هېره نه شی کله چه می په اتیا میلادی کال کی د ګلستان پر دېوالونو د ماموت خان اڅکزی د انډیوالانو لخوا هغه شعارونه ولیدل کوم چه پکی شوروی استعمارګرانو ته ښه راغلئ لیکلی شوی ؤ.… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

سادات صاحب ، زه حیران یم د سادات په نامه ځينی بیا ستاسی د نظریاتو مخالف یا د نړیوال استعمار سره هم ردیفه نظریات او دریز لری ، بیا جه ستاسی رشتونی لیکنی او نظریات د هغوی سره ارزیابی کوم ستاسی د همدغه خبری سره چه دیوه څو ډاکترانو په الحاد ی نظریاتو ټول ډاکترانو ته ملحدینو نه شوی ویلای زړه می ټکور شی . په هر صورت همدا پورته نظریه په پشتنو او نورو او نورو ټولنو کی هم د تطبیق وړ ده ، چه یوه کورنی کی پنځه ورونه کله کله سره متفاوت نظریات لری بیا لویه ټولنه… نور لوستل »

Back to top button
20
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x