دا څنګه آزادي ده؟

نصیب ځدراڼ

نیمه شپه ده، د مني پیل دی، خلک ویده دي، په کورو کې بتۍ مړې دې، هر لور ته خاموشې ده، په فضاء کې د طیارو غګونه دي خو خلک ورسره عادت شوي، په شپه کې د قدمونه غږ خاموشې ماته کړه، شور هم ورسره دی او د قدمونو غږونه یوه کور ته رانږدي شوو، د کور څښتن راویښیګي او سل زره اندیښنې زړه ته ورځي، دا به دښمن وي؟څوک میلمه به وي؟ نه څوک خپل به مو مریض وي تر څو دروازه ورته را وټکیده.

له اندیښنو ډک زړه سره ور پاڅیدو، دروازه یي ور خلاصه کړه، که ګوري عسکر دي ټوپکونه یي په لاسونو کې اخیستي، د کور څښتن یي له کور نه لري روان کړ، همدې حال کې یې میرمن راویښه شوه، زړه یې ودربېد، یاالله خیر دا څه کیسه ده؟ زما خاوند به څه کړي وي؟ دا یي چیريته روان کړی؟ څنګه چلند به ورسره وکړي؟ همدا اندیښنې یي په زړه کې وي تر څو د ټوپکونو د ډزو غږونه شول او لږ ورسته ټکان بند شو. اندیښنو نیولې میرمن منډه ور واخیسته د باندي ور ووتله تر څو چې د خپل خاوند پوښتنه وکړي، خاوند یي ولید په وینو سور پروت دی په چیغو شوه، ولي ظالمانو؟ دا مو ولي مړ کړ؟ یوه عسکر خپل ټوپک پي را واخیست او میرمن یي هم د ابد لپاره خاموشه کړه.

ټول کیلوال په نیمه شپه راویښ شول، څوک له ویرې نشي ورته راتللی، کور کې د کوچنیانو سوې چغې دې، خو مور او پلار ته نشي راوتلی ټوله شپه په هم دغه ویر کې تیره شوه.

سهار کلیوال راغلل د دواړو جنازې یي وکړي او بیا یي چا پوښتنه ونکړه چې دا ولي او په کوم جرم مو پرته له عدالت او محکمې په خپل کور کې ووژل؟

دا خیالي کیسه نه ده، نه ناول دی، نه کوم خیالي فلم یا ډرامه ده، دا د ۲۰۱۴ کال دی، د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ د خاخیلو کلی دی او کپتان ولد میاور خان او میرمن یي په ناکرده او نامعلومه ګناه د کمپاین په نوم د امریکایانو ځانګړي ځواک ووژل.

همدغه د خوست یوه اوسیدونکي څو ورځي مخکي رسنیو سره په مرکه کې وایي

“ښځینه یي چې په ظلم سره شهیدانې کړي لاسونه یي په خپلو څادرونو ورته تړلې وو بیا یي په چاقوګانو وهلې وي”

دا خوست ټوله کیسه څه داسې وه چې د کمپاین عسکرو د نادر شاه کوټ ولسوالۍ دوه وروڼه ظهور او دوات په نیمایي شپه کې شهیدان کړل.د دوی مور او د کور یوه بله میرمن یي هم شهیدانې کړلې. کور کې ولاړ یوه موټر ته یي اور ور واچوو، یوه کوټه هم وسوځیدله. ګهیځ چې کلیوال ورغلل د یوې کوچنۍ ماشومې په اور سوځیدلی جسد یی په هم هاغه کوټه کې پیدا کړ.

دا کیسې هلته راته یادي شوې چې کابل کې څه ځوانان د کوزې پښتونخواه د پښتنو په ملاتړ را ووتل. بیخي درسته ده. باید د هر پښتون نه بلکې د هر ملسمان غم خپل غم وبولو خو دا به هم غلطه وي چې په خپل کور کې مو ښځینه په خپلو ټیکریو راته تړي او ویي وژني او موږ دومره بیوسه وو چې له چا دومره پوښتنه ونکړو چې دا ولي؟

دومره ناتوانه دي هم نشو چې د غزني د شهیدانو په تش لاسو خپلوانو څوک چې د دوی د قاتلان جزا غواړي خو دولت یي په مرمیو ولي او موږ ورته ګورو.

دومره وارخطا دي هم نشو چې پنجوایي کې یو امریکایي عسکر ” رابرټ بیلز” ۱۷ تنه په شهادت رسوي او بیا یي زموږ دولت او زموږ اردو چې ځان ته د وطن او ملت ساتونکي وایي، وطن یا کفن یي شعار دی، خو د دوی په مرسته هغه امریکایي زموږ له وطن په دي پلمه روغ ایستل کیږي چې رواني ناروغي یي لرله. دومره د پوښتنې حق خو لرو.

دومره دي هم د قلم او بیان حق راڅخه وا نه خیستل شي چې هغه نذر محمد مطمین چې د اساسي قانون لاندي ژوند کوي، د دوي د قانون په چوکاټ د سولې لپاره مبارزه کوي… زندان ته واچول شي او بیا په دي شرائطو آزاد شي چې بیا به د افغانانو حق نه غواړې او که ودي غوښتو نو زندان به دي ځای وي. هغه شیخ عبدالحمید حماسي چې د قرآن او د حدیث د رڼا د مخې موږ ته د ژوند تیرولو لار راښایي په هم دي جرم یي ملي امنیت ونیسي او زندان کې یي شکنجه کوي او موږ یي پوښتنه نشو کړلی؟

ولي دي دومره غلام فکره شو چې په باګرام، پلچرخي، خوست ،کندهار او د هیواد په نورو زندانو کې د زرګونو افغانان ځوانانو لپاره غږ پورته نکړو څوک چې د خپلې ځوانۍ ورځې په زندان کې په دي جرم خزان کوي چې دوی د یرغلګرو په ضد سپیڅلی پاڅون کړی وو، د کورنیو یي په انتظار سترګې ړندې شوي. که دا پاڅون جرم وي نو ډیر داسې ځوانان شته چې دوی به لا پیدا شوي نه وو چي سیاف، اسماعیل خان، عبدالله عبدالله، حضرت علي، برهان الدین رباني او احمد شاه مسعود د روس په خلاف پاڅون کړی وو. دوی خو له خپلو مشرانو زده کړي، یا خو دي دوی هم خلاص شي یا دي دا چې ځان ته د جهاد رهبران وایي د دوی سره یو ځای بنديان شي ولي چې دوی چې کوم جرم اوس د ۴۹ هیوادونو په ضد کړی او سزا یی ویني دا خو مشرانو دیرش کاله پخوا د یوه هیواد روس په خلاف کړی وو.

او دومره دي هم بې ایمانه نشو چې طیارې بمبار وکړي نو پوښتنه کوو چې طالب وو که ملکي وو؟ ملکي څوک دی طالب څوک دی؟ طالب چیری ولاړ شي؟ خړ پړ کور ته چې راشي ډرون بمبار پي کوي، په لار چې روان وی ژوندی یي نیسي، بل وطن ته چي مهاجر شي د پنجابي ټاپه پری لګیږي. طالب چیرته ولاړ شي؟د طالب او ملکي توپیر باید ختم کړو او یو ځای تر خپله وسه د وطن د آزادۍ لپاره مبارزه وکړو.

اوس چې په لیکنه اخته یم خبرونه راځي بیګا خوږیانو کې د مدرسې ۴ زده کونکي ګډو ځواکونو شهیدان کړي،بل ځای امریکایان وایي موږ به په کابل کې د کورونو تالاشي کوو، درې ورځې مخکې په کونړ کې درې زده کونکي امریکایانو له ډرون نه ویشتلي او شهیدان کړي یي دي.دغه رنګ خبرونه هرا ورز په رسنیو کې را روان دي..

د حق ویونکو جسدونه به خاورې شي خو حق نه خاورې کیږي. د بشري حقوقو ټیکادران زموږ په وطن کې پرته له محکمې او عدالت خلک په کورونو کې په ډرون وژني. په چاپو کې یي د ښځو لاسونه ورته تړي او په چاقوګانو یي په شهادت رسوي.د ژوند حق یي راڅخه اخیستی او غواړي چې د دوی په خوښه ژوند وکړو.

د دوی هیوادونو ته خو چې موږ د ویزې او پاسپورټ سره ورځو بیا هم وایي دلته د اسلام او مسلمانانو لپاره ځای نشته او خپله دلته پرته له ویزې او پاسپورټ راځي، زما په وطن کې د بدمعاشانو غوندي مسلح ګرځي او په خپل کور کې مې د ترهګر په نوم وژني، دا څنګه د بشریت دوستان دي، دا یي کوم د ډیموکراسۍ قانون دي؟ او دا څنګه آزادي ده؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د