دیني، سیرت او تاریخ

الله مؤمن ته د هغه په لار کې د شیطان او ملګرو یې، په خلاف د جنګېدو امر کوي

لیکنه: اولياء عمري

﴿ الَّذِينَ آمَنُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُوا أَوْلِيَاءَ الشَّيْطَانِ ۖ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا ﴾ [سورة النساء: ۷۶].

ژباړه: يعنې هغه کسان چې مؤمنان دي د الله ﷻ په لاره کې جنګیږي، او هغه کسان چې منکرین [کفار] دي د شیطان په لار کې جنګیږي.

نو (ای مؤمنانو!) د شیطان له دوستانو سره وجنګیږئ. بې شکه د شیطان (او دهغه د دوستانو) مکر (او فریب) کمزوری دی.

تفسیر: يعنې مؤمنان او موحدین د الله ﷻ په لاره کې د هغه د دین د ساتلو او لوړیدلو لپاره جنګیږي، د هغوی مقصد خالص د الله ﷻ رضا ده او د الله ﷻ د دین مبین لوړوالی دی.

او د هغو مؤمنانو په مقابل کې هغه کفار دي چې د شیطان لپاره جنګیږي او مقصد یې هم دا وي چې کفر او شرک عام او رائج شي او په نړۍ کې باید په مؤمنانو باندې خپل کفري او (ډیمکراسي) حکومت حاکم کړي او دا یې مقصد دی چې هر آن کفر غالب وي.

نو الله ﷻ مؤمنانو ته امر کوي چې تاسو د شیطان له دوستانو سره وجنګیږئ اوسرونه ترې غوڅ کړئ ، شیطان د خپلو دوستانو مرسته د مکر او فریب په ور ښودلو سره ترسره کوي.

خو تاسو ښه خبر ووسیږئ چې د مؤمنانو هغه ذات مرسته کوونکی دی چې له ازله بیا تر ابده پاته کېدونکی دی ، د شیطان مدد د هغه مخته کَلَا شَئ [هیس نه] ده او نه یې کوم حقیقت شته دی.

نو له هم دې کبله د مؤمنانو ډېر کم جماعت تل تر تله د کفارو په نه حساب کیدونکي جماعت باندې د الله ﷻ د نصرت او مرستې په مټ غالب پاتي شوی دی او کافران یې دې ته اړ کړي چې میدان پریږدي او فرار [ځغاسته] اختیار کړي او د شیطان ټولې هغه دسیسې یې له خاورو سره خاورې کړې دي کومې چې شیطان له خپلو دوستانو سره د مدد په موخه کړې وې او فریبونه یې شنډ پاته شوي دي. ( تفسیر از انوار البیان/جلد۲م/ص۷۳۰)

له دغه تفسیره څخه خو موږ او تاسو ته ښه روښانه شوه چې مومنان د الله ﷻ دوستان او دهغه په لار کې جنګیږي، او کفار د شیطان دوستان دي او د شیطان په لاره کې جنګیږي نو آیا څوک چې بیا د کفارو دوستان شي [که څه هم تش په خوله ځان ته مسلمان وایي] او د هغوي خدمت او غلامۍ ته ژمن شي نو باید هغه په څه نوم ونومول شي.

له پورتني تفسیر څخه خو صافه مالومه شوه چې یو پلو مؤمنان مجاهدین چې د الله ﷻ دوستان دي او بل پلوه هغه کفار چې د شیطان دوستان دي خو دغه دریم څوک شو چې د کفر خدمت کوي یا په بله اصطلاح کې ملګرې یې کوي دغه ډله خو نه دې مالومه شوې د تفسیر له مخې، نو دا کسان خو د هغه کفر ملګري شمار کړل شول کوم چې د شیطان ملګري دي.

عربي کې ویل کیږي [حبیب حبیبي حبیبي] یعني زما د دوست دوست زما دوست دی، نو اوس هم د کفارو دوست د شیطان دوست دی.
او بل حدیث کې راځي چې څوک د چا تشبه اختیار کړي هغه به له هغوی سره (د حشر په میدان کې) را پاڅېږي.

نو له همداسي کسانو څخه مو په ډیر درنښت سره هیله ده چې له داسي دندې څخه لاس واخلي او د اخرت ورځې افسوس د نن عمل څخه په صدها ځلې بهتره دی، ولې هغه داسي افسوس دی چې همېشه پاتې کېدونکی دی او کوم پاې نه مومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

وروره الله دې په قلم کې برکت واچواه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x