
غيرت بهير: دوهم پړاو ټاکنو کې د هيچا ملاتړ نه کوو
نن ټکی اسيا: د انجينر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند په ولسمشریزو ټاکنو کې د چا ملاتړ نه کوي.
ددغه ګوند د سياسي کمېټې مشر ډاکتر غيرت بهير ویلي ، چې دوی ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو ټاکنو کې د هيڅ نوماند تر شا نه دریږي.
د ښاغلي انجینر ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د انجينر قطب الدين هلال ملاتړ کړی و.
د غیرت بهیر له خبرو مخکې داسې اوازې وې چې کيدای شي انجينر قطب الدين هلال ډېر ژر د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو لپاره د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.
بهیر زیاته کړې، قطب الدين هلال دا حق نه لري، چې د حزب اسلامي په استازيتوب د ډاکتر اشرف غني څخه ملاتړ اعلان کړي.
دده په وینا که قطب الدين هلال داسې پرېکړه کوي، نو دا به د ده شخصي پرېکړه او دوی سره د کړو ژمنو پر خلاف کار او سياسي انتحار وي.
د ولسمشريزو ټاکنو په لومړي پړاو کې هيڅ نوماند پنځوس+۱ سلنه رايې تر لاسه نکړې او د ډېرو سياسي هلو ځلو سربېره بيا هم ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې.
د روان غبرګولي مياشت په ۲۴ نيټه (شپږو ورځې وروسته) به د ولسمشريزو ټاکنو دوه مخکښو کانديدانو ډاکتر عبدالله عبدالله او ډاکتر اشرف غني احمدزي تر منځ د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو سيالۍ تر سره شي.