fbpx

په کابل کې د امریکايي ځواکونو پیلیدونکي عملیات

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

واشنګټن پوست امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې لیکلي چې تر دې وروسته به ځانګړي امریکایي ځواکونه د کابل ښار پر شکمنو کورنو شپني عملیات او کور په کور تلاشي کوي.

د واشنګټن پوست ورځپاڼې رپوټ تر هغه وروسته خپریږي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکلسن د بګرام په هوايي ډګر کې له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې مونږ په کابل کې په اصطلا ح د ترهګرو ډلو له ځای پرځای کیدو نه ویره لرو.

که څه هم چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په کابل ښار کې د پیلیدونکي امریکايي عملیاتو په اړه د واشنګټن پوست ورځپاڼې رپوټ ناسم بللی او ویلي دي چې دا عملیات به یواځې د افغان ځواکونو لخوا تر سره کیږي ، خو فکر نه کیږي چې امریکايي ځواکونه دي په کابل ښار کې د ترسره کیدونکو عملیاتو باور پر داخلي ځواکونو وکړي.

ځکه همدا اوس عملا لیدل کیږي چې دولتي دوائرو ته د امریکايي مشاورینو او د هغوی د لوړ پوړو چارواکو د ورتګ په مهال امریکایان د داخلي لوریو پر امنیتي تدابیرو د نه باور له وجې مجبوریږي د امریکا سفارت ځانګړي امنیتي ټیم ته مراجعه وکړي او د هغوی تر تالاشي او اطمنان وروسته امریکايي چارواکي هغه ځای ته د ورتګ زړه وکولای شي.

په کابل ښار کې د امریکايي ځواکونو د عملیاتو پیلولو اصلي موخه د کابل ښاریانو تذلیل او د هغوی د کورني حریم نقضول دی چې امریکایان غواړي هغه وحشیانه چال چلند چې تر اوسه یې په کلیوالو او اطرافي سیمو کې تر سره کاوه تر دې وروسته یې د کابل له ښاري اوسیدونکي سره هم تر سره کړي.

همداراز د امریکایانو بل هدف د هغو افغانانو ځورول دي چې تر اوسه یې د امریکايي بمبارونو او بریدونو وحشت نه دی لیدلی اوس غواړي په هغه کابل کې چې لویشت لویشت یې تر کشفي او استخباراتي پوښښ لاندې دی همدا اوسیدونکي د وحشیانه بریدونو او ناڅاپي عملیاتو تر رُعب لاندې ونیسي.

که دا خبره نه وي دا وحشیانه عملیات خو دوئ له تیرو اوولسو کلونو راهیسي په لیري پرتو سیمو کې جاري ساتلي ، که چیري هلته د امنیت په ټینګښت کې موثر وای نو ولي به اوس د ناامنۍ لمنه په کابل کې د ارګ تر خولې را رسیدله؟

په کابل کې امریکايي پوځي عملیات د دې ښکارندوي دي چې د امریکایانو د شتون له امله افغانستان ټول په یوه فوق العاده اضطراري وضعیت کې قرار لري تر دي چې د ارګ په خواوشا Green Zone (زرغونه سیمه) کې هم څوک د خوندیتوب احساس نه کوي ځکه امریکايي ځواکونه هلته هم د پوځي عملیاتو تر سره کول یو امنیتي ضرورت ګڼي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د