نظــر

د امریکا د افغان وژني لوبي ناکامي او ملي پاڅون نښاني

سید هلال نوراني

د امریکا متحده ایالات د خپله پالسي، کړه وړه، هدفونه او همدارنګه خپله برخه د افغانستان په حکومت کي نوره واضحه کړي، کنه په راتلونکي کې به د یو لوي ملي پاڅون سره مخ شي.

امریکا تر اوسه پورې ټول کارونه يي په افغانستان کي نا معلومه او نا څرګنده ښکاري، او هیڅوک پدي نه پوهیږي چي دوي څه غواړي؟

که امریکا د افغانانو امنیت او مرستي ته راغلي وي نو بيا ولي افغانان ورځ تر بله نور ډیر زیات وژل کیږي؟ چي دا دې هغوي د ادعا بي بنسټي او فریب ښکاره کوي.

او دا امنیت د چا په مقابل کي د چا لپاره دي، ځکه همدغه طالبان ستاسو د شتون په اساس دلته جګړه کوي، او تاسو د طالبانو د شتون په نامه دلته اوسیږي.

نو دلته د جګړي د ختمیدو لپاره یوه لاره دا ښکاري، چي یا به تاسو ووځي او يا به طالبان ووځي.

که وايي چي طالبان باید ووځي، نو دا خو نا ممکنه ده ځکه دا خو ددي جغرافيي خلک دي او ستاسو په وینا د افغانستان د اویا فیصدو نه زیاته خاوره هم  ددوي په لاس کي ده. نو دا عاقلانه خبره نده چي خپل وطن کي همیشه پټ وي او یا ستاسو لپاره به خپل وطن پريږدي.

نو خبره تاسو ته راجع کیږي چي زرګونه کیلو میترو څخه لري داسي یو ځاي ته راغلي یاست چي نه ستاسو وطن دي، نه مو عقیدي سره یوي دي او نه هم کوم بل داسي څه وجود لري. نو ستاسو وتل ددي ځایه چي هره ورځ د سلګونو افغانانو د وژني سبب کیږي حتمي او ضروري دي.

او دا هم بايد هیر نکړئ چي د افغانستان ټول خلک  ستاسو څخه نفرت او کرکه کوي، دا صرف یوه فرضي خبره نده دا به تاسي ته هم په ثبوت رسیدلي وي. اوس لا د افغانستان خلکو نفرت ستاسي په وړاندي څو چنده شوي. او د یو شخص ستاسو سره متقابلو منافعو لپاره  د رئیس جمهور نوم کيښودلو باندي تیر ایستلو قدر ساده به هم نوي.

بنا پردي که غواړي ستاسو په وړاندي نفرت نور اخیري حد ته ونه رسیږي، او د انګلیس فوځ په څیر هر اړخیز ولسي غبرګون سره مخ نشي، ښه به دا وي چي خپله لدي ځایه څخه ووځي، او دا کار هم له ځان لپاره او هم  د افغان ولس لپاره یوه لویه لاسته راوړنه  وګڼي، او دغه د افغان وژني لوبه نوره پاي ته ورسوي.

افغانان نور نه غواړي چي نور په مختلفو نومونو وویشل شي، او نور پري خپله باداري مخته یوړل شي، او یا هم  نه غواړي چي دلته مسلمانانو او د یوي خاوري بچیانو تر منځ د تعصب او کیني تخم وشیندل شي. ځکه دا هیواد د ټولو قومونو، سمتونو، مختلفو کلتورنو او هر څه سره د افغانانو دي، هیواد يي هیچاته ندي پریښي او ځان بیغمه کړئ چي تاسو ته یي هم نه پريږدي. هغوي نن بیا ویښ ښکاري نوري ټولي لوبي په هغوي کارول شوي، دا ملت نور نه خطا ووځي.

د وطن څخه مو لاسونه لنډ کړي او مداخله بس کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
seerat

امریکایان دی هیواد ته ددی لپاره ندی راغلی چی داهیواد سوله راشی کوم هیواد ته چی امریکایان تللی هغه هیواد زلیل او ضعیف دی مثالونه عراق افغانستان سویلی کوریا سودان لیبیا او نور دوی که چیری څوک نه پیزنی یوازی ددوی هغه دلرګیو کوتی وګوری چی کله له هغه ځایه ځی نو هعغه هم ونړوی دوی یوازی داسلام ختمونی او مسلمان وزنی لپاره راغلی دی یوازی دخلکو غولول او په میدیای جکړه کی یی بوخت ساتل دی دوی په کال کی دوه زړی تیاری اردو ته ورکوی هغه هم چی کم له کمه شل کاله کار تری اخیستی وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x