کرېکټ: هند بنګلدیش ته پایلوبه کې له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ کب، ۱۳۹۶ل): د هند او بنګلدیش ترمنځ د درې اړخیزه سیالیو پایلوبه کې هند لوبډلې بنګلدیش لوبډلې ته ماتې ورکړه او د جام اتلولي یې خپله کړه.

هند لوبډلې ته په پای توپ پنځه منډو ته اړتیا وه چې دینیش کارتیک د سومیا سرکار په توپ شپږیزه ووهله او د بنګلدیش نیمچه غرور یې له خاورو سره خاورې کړ.

په دغه لوبه کې چې په پای اورونو کې د بنګلدیش په ګټه روانه وه، هند (دینیش کارتیک) په ۱۹م اور کې د روبیل حسین څخه ۲۲ منډې واخیستې چې لوبه ورته یو څه اسانه شوه، خو بیا هم په پای اور کې ۱۲ منډو ته اړتیا پاتې شوه، چې په پای توپ د پنځو منډو اړتیا په شپږیزه پوره شوه.

ننۍ لوبه کې بنګلدیش لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ۲۰ اورونو کې یې د صابر رحمن په ځلیدونکې توپوهنه د اتو ویکټو په سوځېدو ۱۶۶ منډې جوړې کړې، صابر رحمن په ۵۰ توپونو د ۴ شپږیزو او ۷ څلوریزو په مرسته ۷۷ منډې جوړې کړې. د هند لخوا یوزویندرا چاهل ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

په ځواب کې د هند لوبډلې د روهیټ شرما په نیمه سلیزه ښه پېل وکړ، نوموړي ۵۶ منډې جوړې کړې، په پای کې دینیش کارتیک ګټونکې ۲۹ منډې جوړې کړې، نوموړي ۸ توپونه ولوبول، ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې یې ووهلې، چې په پای کې يې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف په پای توپ پوره کړ.

د بنګلدیش لخوا روبیل حسین ۲ او شکیب الحسن یو لوبغاړی وسوځاوه.

بنګلدیش په تېره لوبه کې سرېلنکا ته د سختې لوبې وروسته ماتې ورکړې وه، په دې لوبه کې د څه ستونزو له امله د بنګلدیش لوبډلمشر شکیب الحسن او نورو لوبغاړو لخوا د سرېلنکا لوبغاړو سره بد وضعیت کړې وه چې له امله پرې د کرېکټ نړیوالې شورا د بد اخلاقۍ جرمانه هم ولګېده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د