پي ایس ایل: اسلام اباد کراچۍ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ په پلی آف سیالۍ کې اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې کراچي کینګز لوبډلې ته په ستره ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار وموندله.

د اسلام اباد لوبډلې اوپنر توپوهونکي «لوک رونکي» په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، چې په ۱۹ توپونو یې نیمه سلیزه او په ۳۹ توپونو یې ۹۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او بریا یې هم دده په څلوریزه خپله کړه.

ننۍ لوبه کې کراچۍ لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ښه ثابته نه شوه، او د سر لوبغاړي يې ژر له لاسه ورکړه چې وروسته لوبغاړي له فشار سره مخ شول او ویې نشو کړای په ستر هدف ټاکلو کې بریالي شي.

که څه هم ددوی لخوا انګرام او جويي ډینلي ستره ملګرتیا ترسره کړه او هدف یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۴ منډو ته ورساوه، خو د اسلام اباد توپوهونکو په وړاندې ستر هدف نه وو، ډینلي ۵۱ او انګرام ۶۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د اسلام اباد لوبډلې چټک پېل وکړ، چې لومړۍ ویکټه یې د اووم اور په ختمېدو سره د ۹۱ منډو په جوړولو وسوځېده، او ټاکلی هدف یې په ۱۲.۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو پوره کړ.

لوک رونکي په ۱۹ توپونو پنځوسیزه او په ۳۹ توپونو یې ټولې ۹۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په کې ۵ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې شاملې وې، نوموړي د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

اسلام اباد لوبډله په دې بریا سره مستقیما پایلوبې ته ووتله، خو کراچۍ لوبډلې لپاره یو بل چانس هم شته، له دې وروسته به په ایلیمینېټر پړاو کې کویټې لوبډله له پيښور لوبډلې سره مخ کیږي، چې ګټونکې لوبډله به یې د کراچۍ لوبډلې سره په دویم ایلیمنېټر سیالۍ کې مخامخ کیږي، چې ددې سیالۍ ګټونکې لوبډله به پایلوبه کې د اسلام اباد سره جنګیږي.

د یادونې وړ ده چې د پي ایس ایل پړاو راتلونکې درې (دوه ایلیمینېټر او یوه پایلوبه) سیالۍ به پاکستان کې ترسره کیږي، چې دوه لوبې به یې په لاهور قذافي لوبغالي او پایلوبه به یې د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې ترسره کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د