افغانستان

لوګر: د محمداغې امنیه قوماندان له چاودنې روغ ووت

نن ټکی آسیا: له لوګر ولایت څخه ترلاسه شوی خبر کاږي، چې د دوو جلا جلا چاودنو له کبله پنځه اربکیان ټپيان شوي او د محمد اغې ولسوالۍ امنیه قوماندان ترې روغ وتلی.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش وویل، چې چې تېر ماښام د محمداغې د “بني شرفګان” په سيمه کې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن عبدالوکيل حقيار پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

 د نوموړي په خبره، په دې چاودنه کې امنيه قوماندان او ساتونکو ته يې زيان نه دى رسيدلى؛ خو رينجر موټر يې زيانمن شوى دى.

د والي وياند همداراز وویل، چې په یوه بله ورته پېښه کې ، تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د “سباګي” په سيمه کې د سيمه يېزو پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې، چې په کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

ویل کېږي، چې د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده، چې په ورته پېښه کې تېره اونۍ د غزني د واغز ولسوالۍ امنیه قوماندان له خپل مرستیال او پنځو نورو پولیسو سره یو ځای ووژل شو.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي تېره ورځ وویل، چې طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل سره جوخت او د دوهم پړاو ټاکنو په را نږدې کېدو سره خپلو بریدونو او چاودنو ته زور ورکړی او ښايي د مرګانیو پېښو د را منځته کولو لامل شي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x