نظــر

د مارشال فهيم وژونکو پر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د قتل هڅه وکړه

کله چی د روس د مهال جهادي تنظيمونو او سترو قومندانانو د ژب پالنې او سمت پالنې په اساس خلقيان او پرچميان په خپله غيږه کې ونيول له هماغه ورځې څخه يې ديو او بل په مقابل کې پټو دسيسوته مخه کړه ډير  جهادي او قومې شخصيتونه د دغو شومودسيسو ښکارشول او هيواد يې له ډيرو ناخوالو سره مخ کړ  د طالبانو د منځته راتلو سبب هم همدغه ناخوالې وې .

د طالبانو د حکومت له ړنګېدو سره سم يوځل بيا مخکنې خلقيان او پرچميان په تدريجي بڼه واک ته ورسيدل او د اوسني حکومت د قدرت په مهمو بنسټونو دفاع وزارت ، داخله وزارت او د ملي امنيت په لوی رياست کې يې ځانونه ځای پرځای کړل.
که ژور فکر وکړئ د ملي اردو د قول اردوګانو ، فرقو ، ليواګانو، غونډونو او نورو جزو تامونو زياتره قومندانان پخواني کمونستان دي
د ملي امنيت  د لوی رياست د مرکز او ولايتونو ډيری رئيسان  کمونستان دي او يوڅه پنجشيران چي پکې  پاتې وو  هغه هم نبيل وشړل .
داخله وزارت بيا اتمر او پتنګ له پخوانيو کمونستانو  څخه ډک کړ د ښاغلي کرزي او په ولسي او مشرانو جرګه کې د پخوانيو مجاهدينو د زړه سوي او عمومي عفوې له برکته کمونستانو تر بېلابېلو نومونو لاندې يو شمېر حزبونه جوړ او رسمي کړل ، چې مهم يې حزب ترقئ وطن او د تڼي ګوند دی ، همدغه کمونستان اوس د ډاکټر عبدالله او اشرف غني په څنګ کې ولاړ دي ، د نورالحق علومي په مشرۍ پرچميان د ډاکټر عبدالله سره دي ، او د اتمر ، معصوم ستانکزي او جنرال واسع په ګډون ډېری خلقيان د اشرف غني سره دي .
او د کمونستانو ستر جنرال صيب خو د ډاکټر اشرف غني احمدزي لومړی مرستيال او ښی لاس دی.
د هغو معلوماتو له قراره چې د شوری نظار د بېلابېلو کړيو له لوري په پټو مجلسونو کې پرې بحث کېږي ، شورای نظار داسې ګڼي چې لوېديځ پلوه ديموکراتان د کمونستانو سره يو ځای غواړي د بهرنيو استخباراتي کړيو په مرسته سوکه سوکه پخواني مجاهدين په ځانګړې توګه د جمعيت اسلامي او شوری نظار څو سرکرده مشران چې بقا يې ور پورې تړلې په ډېر ماهرانه او مخفي ډول د صحنې څخه لرې کړي :
 نوموړې کړۍ د مارشال فهيم مرګ د ځان په ضد د يوې سترې دسيسې پيل بولي ،
د دوی په فکر شايد کمونستان او سيکولران د شوری نظار مشران د سي آی اې په مرسته په هغو پرمختللو زهرو  له منځه يوسي چې اسرائيلو ياسر عرفات پرې قتل  کړ.
او يا د دولت مخالفو وسلوالو ډلو ته داسې زمينه مساعده کړي چې د دوی په مشرانو ځان وژونکي بريدونه ترسره کړي
او يا يې په جعلي بريدونو کې په خپله له منځه يوسي.
د شوری نظار ځانګړي استخبارات چې رئيس يې انجنير عارف دی هغه شخص چې د تېرې ورځې د بريد پر مهال له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په موټر کې سپور وو او له بريده ژوندی ووت هم په دې باور دی چي د دوی د مشرانو په ضد دسيسه روانه ده  او آن په انجنير محمد خان هم شک لري چې شايد د دوی د مخالفو کړيو او بهرنيو استخباراتو له لوري د ډاکټر عبدالله د اصلاحاتو او همګرايي په ټيم کې ځای پر ځای شوی وي .
د شوری نظار د پټو مجلسونو د معلوماتو له مخې مارشال فهيم له وژل کېدو شا او خوا يوه مياشت د مخه ډاکټر عبدالله عبدالله ، يونس قانوني ، جنرال بسم  الله خان او دشوری نظار نورو  مشرانو ته ويلي ؤ چې زه په ارګ کې د خپل ځان په ضد يو څه محسوسوم او زما ژوند له ګواښ سره مخ دی او په هغه شپه چې وژل کېده له کرزي او شرف غني سره يې په ارګ کې په مېلمستيا کې خبرې هم ترخې شوې وې .
د فهيم له مرګ وروسته د شوری نظار مشرانو په پټه هڅه وکړه چې د فهيم زامن او وروڼه د فهيم د جسد د عدلي پلټنو غوښتنې ته تيار کړي ، خو د فهيم کورنۍ داسې يوه پلټنه د ځان لپاره بې عزتي محسوبوله او ورته تياره  نه شوه .
د شوری نظار د مشرانو د پټ ترور وېره هغه مهال لا پسې زياته شوه چې کله يونس قانوني ته دمبارکۍ لپاره د  لوګر د قومي مشرانو ا و چارواکو په ورغلې ډله کې د محمد آغې د ولسوال حميدالله په موټر پسې تړل شوي چاودېدونکي مواد پيدا شول ، دغه مواد د موټر په پريم پورې په پړو تړل شوي ؤ .
په دې وروستيو وختو کې چې کله د لومړي دور د انتخاباتو د پايلو له اعلانېدو وروسته ډاکټر عبدالله او اشرف غني د دوهم پړاو ټاکنو لپاره ميدان ته ووتل د کمپاينونو د ټيمونو تر منځ يې په يو بل سختې لفظي حملې پيل شوې، په يو بل د اخلاقو له چوکاټه و تلي تورونه لګوي، د سمت او ژبې په بنياد خلک رايې ورکولو ته هڅوي او آن خبره تر دې ورسېدله چې انتخاباتي کميسون اخطار ورکړ او ښاغلي کرزي په يو ډول په پټه او ښکاره د ملاقاتونو او راډيويي ويناوو له لارې د دوی تر منځ د وضعيت د ارامولو هڅه وکړه .
د سيکولرانو او کمونستانو له يوالي نه ويره دې حد ته رسېدلې چې د ډاکټر عبدالله پلويانو په ټاکنو کې د ناکامېدو په صورت کې غرونوته د ختلو او جګړې د پيلولو اخطار ورکړی
د ځينو باخبره سرچينو د معلوماتو له مخې دواړو خواوو له طالبانو سره پټ او مهم تماسونه هم نيولي او داسې ويل کيږي چې ډاکټر عبدالله په خوست کې د يو قومې مشر په منځګړيتوب له طالبانو سره تماس نيولی او د ډاکټر اشرف غني احمدزي او طالبانو په منځ کې رابطه د طالبانو يوه پخواني ديپلومات چی په کابل کې اوسيږی ټنګه کړې .
همدغه راز  ويل کيږي چې د سيمي له استخباراتي سازمانونو سره هم د دواړو لوريو ګرم تماسونه روان دي او څه موده له مخه صالح رېګستاني چي په خواپه ظابط صالح مشهور وو او د استاد رباني د حکومت په مهال د دفاع وزارت د اوفراسيون رئيس وو په مشرۍ د شوری نظار د استخباراتو يو هيئت هندوستان ته تللی وو او هلته يې د هندوستان د لومړي وزير د ملي امنيت له مشاور او د (را) له لوړ پوړو افسرانو سره کتلي وو .
له دې ټولو واقعيتونو څخه دې پايلې ته رسيږو چې پرونی بريد په يوډول نه يو ډول له دغو واقعيتونو سره تړاو لري او د هغې پټې  ستراتېژۍ يوه برخه بريښي چې د سي ای اي په مرسته پخوانيو کمونستانو او غرب پلوه ډلو له صحنې څخه د پخوانيو مجاهدينو د مشرانو د لرې کولو او له منځه وړلو لپاره په لاره اچولې
ځکه خپله د ډاکټر عبدالله له څرګندونو څخه معلوميږي چې  د ده په موټر لومړنۍ چاودنه په موټر کې د ځای پرځای شويو ماينونو وه او داسې يو کار يوازې استخباراتي سازمانونه کولای شي ځکه هغوی د امنيت ټينګولو په پلمه د ډاکټر عبدالله عبدالله موټرو ته لاسرسی لاره او بله داچې طالبان د خپل عادت له مخې په ډيره زړورتيا او بيړه تل دهغه بريد مسئوليت په غاړه اخلي چې ترسره کړي يې وي او د دې بريد مسئوليت نه طالبانو او نه کومې بلې دولت مخالفې وسلوالې ډلې په غاړه واخست او که فرض کړو چې دابريد طالبانو تر سره کړی بيا څنګه کيدلای شي چې طالبان  له  دومره سختو امنيتي تدابيرو سره سره دومره دقيقه حمله بې د چا له زمينه سازۍ نه په يوازې سر ترسره کړي او ولي يې د اشرف غنی احمدزی او د ده په ټيم کې خپل سر سخت دښمنان  جنرال دو ستم او د څرخي پله د طالب بنديانو قاتل سر ور دانش نه په نښه کول سر بيره پر دې د  ډاکټر عبدالله لومړنۍ څرګندونې هم د دولت مخالفو وسلوالو ډلو ته متوجه نه وې ځکه د دشمنان وطن  مشهوره اصطلاح يې ونه کاروله چې عموماً طالبانوته کارول کيږي بلکه داسې يې وويل چې دا دهغو کسانو کار وو چې په ديموکراسي باور نه لري .
همدغه راز اشرف غني ته نږدې رسنېو لکه د تاند ويب پاڼې ډير په بيړه د ډاکټر عبد الله د سخت ټپي کيدو خبر ورکړ چې دا هر څه ډيرشکونه او پوښتنې راولاړوي
خو دکار پوهانو په باور داشکونه وروسته له هغه لازيات شول چې کله ډاکټر عبد الله له حکومت څخه پر  ده  د ترسره شوې حملې د پلټنې غوښتنه وکړه او حکومت د څيړنو لپاره داسې يو هيئت وګوماره چې د اشرف غني احمدزي له سر سختو پلويانو څخه جوړ شوی او په رأس کي يې داسې يو شخص ده چې د سی ای اي او ای اس ای سره له کلونو کلونو راپه دې خوا نږدې او ښې اړيکې لري .  
نور نو  تاسې درانه  لوستونګی قضاوت وکړئ دا دبندګۍ يو تحليل وو يوازې الله ښه پوهيږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x