نظــر

بیا به هم داړه ماري وي

ابو یاسر افغان

تازه خبر او د بحثونو توده موضوع داده چې امریکایان غواړي ډېر ژر په کابل کې هم کور په کور تلاشي پیل کړي، دوی وایي چې دا د نوي امنیتي پلان یوه برخه ده!!

دا چې امنیتي پلان یې څنګه دی او نتیجه به یې څنګه وي دا وروستۍ خبرې دي، خو اوس خبره داده چې مخکې به امریکایانو په جنوب او ختیځ کې په تورو شپو او تروږمۍ کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې وهلې او داړې به یې پرې اچولي د استعمار د اخور کونجاړه خورو به په ډېره سپین سترګۍ ویل چې خارجیان ملامته نه دي، ځکه هلته خلک طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ته په کورونو کې ځای ورکوي، دوی دې طالبان خپلو کورونو کې نه پټوي نو چاپې به هم نه وي، بیا به یې ویل چې په شمال او مرکز کې ولې د خلکو په کلیو او کورونو چاپې نه وهل کیږي، ځکه چې دوی وسله والو ته پناه نه ورکوي!!

د اشغالګرو د لاسپوڅو خو کار همدا دی چې د اشغال دوام ته زمینه سازي وکړي او پلمې ورته جوړې کړي، مګر هغه برخه خلک چې همدا پورته ذکر شوې خبرې به هغوی هم تکرارولې او بیا به یې له دې حقیقت نه انکار کاوه چې ګني دوی د اشغالګرو د پاتې کېدا لپاره داسې وایي یا د اشغال په دوام خوښ دي، نن به هغوی دي حقیقت ته څه توجیهات لټوي چې امریکایانو شپاړلس نیم کاله په دې چاپو او داړه مارۍ جنوب او ختیځ مهار نه کړای شو اوس د دې ناکامې تجربې آزمېښت په کابل کې د څه لپاره تکراروي؟؟ که تر بوسو لاندې اوبه تېرې نه شي او حقیقت تسلیم کړل شي، نو اوس دا خبره لکه د لمر جوته ده چې امریکایان په افغانستان کې مات شوي دي او پاتې شوه دا چې په کابل ښار کې به کور په کور د دوی تلاشیانې پیلیږي، نو موږ د لرې پرتو ولایاتو خلکو دا ترخې خاطرې وزغملې خو الحمدلله د امریکایانو که هره چاپه یا داړه نه وي نو دریمه او یا څلورمه چاپه خو یې ضرور ماته شوې او د درنو تلفاتو په لیدو سره صلیبي یرغلګرو هوایي داړه مارانو او د دوی داخلي غلامانو د چاپې سیمه پرېښې او تښتیدلي دي، زه خپله د داسې صحنو شاهد پاتې شوی یم چې د امریکایانو لخوا د شپې مهال په ولسي کورونو چاپه وهل شوې مګر د ځاني تلفاتو تر څنګ یې طیارو او هیلي کاپټرو هم سقوط کړی، شوبلې یې په بمونو الوزول شوي او شاید ډېرو ملګرو ته هغه وخت ور په یاد وي چې په زابل ولایت کې د چاپې یوه چورلکه په ځمکنیو ماینونو په ډېر ښه او ماهرانه ډول والوځول شوه، په لوګر کې طیارو سقوط وکړ، میدان وردګو کې د چاپي یوه طیاره په راکټ وویشتل شوه او ۱۴ تنه صلیبیان په کې مردار او جهنم ته ولیږل شول، ننګرهار ولایت کې د چاپې چورلکې بار بار په نښه کړل شوې او سقوط یې وکړ، خو مرکز کې د چاپو او عملیاتو کیسه به بل ډول وي، خبره چې په کابل کې د ولسي کورونو د تلاشۍ ده، نو دا هم د افغانانو په عزت او حریم لوبې دي، ځیني کسان بیا وایي چې داخلي عسکر ورسره وي نو پروا نه کوي، خو حقیقت دادی چې داخلیان تر خارجیانو زیات وحشیان او داړه ماران دي، کورونه لوټي او د خلکو مالونه غلا کوي، همدا راز خارجیانو ته د خپل اخلاص د ښودلو په موخه افغانان تحقیروي، دروازې یې ماتوي یا یې په بمونو الوزوي او لنډه دا چې په هیڅ یو وحشت صرفه نه کوي، بلکې د چاپې پر مهال خو داخلیان تر خارجیانو هم زیات وحشیان جوړیږي د هیچا د دیني او کلتوري ارزښتونو درناوې نه کوي، دا حقیقت ټولو هېوادوالو ته په واضح ډول معلوم شوی او نور څوک په دې تبلیغاتو نه غولیږي.

اوس نو د هغو خلکو خولې هم زیړي تښتیدلي چې ویل به یې دا چاپې او تلاشیانې ولې یوازې د پښتنو په سیمو دي دا ځکه چې پښتانه وسله وال مخالفین خپلو کورونو کې پټوي، ښه اوس به د کابل مېشتو خلکو کورونه هم په نښه کیږي دغلته هم طالبان او نور وسله وال د خلکو کورونو کې پټ دي؟! چاپه به په یو کور وي او ورسره نا ارامه به لسګونه کوره وي، بیا به نیول، وهل او ټکول وي او د ظلم انتها…. هوکی! د ظالم کار ظلم وي، موږ مخکې هم ویلي وو اوس یې هم وایو چې خارجیان زموږ د دین، کلتور، آزادۍ او هویت دښمنان دي، هغوی زموږ له تحقیرولو، اسیر کولو او وژلو خوند اخلي، زموږ مالونه او عزتونه لوټل هغوی ته مقدسه جګړه ښکاري، خو د ضد او عناد په مرض اخته غرضیان او مرضیان خلک دا خبرې نه مني او په موږ ډول ډول ټاپې وهي.

دا څه موده وشوه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د شپې عملیات زیات شوي، خوست، غزني، کونړ او اوس دادی ننګرهار کې دغه ډول خونړۍ پېښې وشوې، وروستۍ درې پیښې یوه په کونړ کې وشوه او درې د ننګرهار ولایت په چپرهار، هسکه مینه او خوږیاڼو کې وشوې، کیسه داسې وه چې داخلي او خارجي داړه مارانو د ولسي وګړو په کلیو او کورونو داړې واچولې ۳ تنه یې په کونړ کې شهیدان کړل او نږدې ۱۵ تنه یې ننګرهار هسکه مینه، چپرهار او خوږیاڼو کې شهیدان کړل، له دې نه مخکې یې په بټیکوټ کې ولسي وګړي شهیدان کړي وو او بیا یې ویل چې مهم وسله وال مخالفین یې وژلي دي!!

یعني د وروستیو تحولاتو نه داسې معلومیږي چې د تلاشۍ او تصفیې په نوم به عملیات زیاتیږي خو په حقیقت کې دا عملیات تصفیوي نه بلکې د اسلامي فکر، د خلکو د عزت او کلتور پرضد پیل شوي دي، هغه کابل چې دا ۱۶ کاله په کې لکونه خارجیان او داخلیان د امنیت راوستو په موخه په خپلو پلانونو کې ناکام شول اوس یې د نوي امنیتي پلان په نوم نوی وحشت په نظر کې نیولی آیا دې سره به امنیت راشي؟ نه هیچیري هم نه، ښه خبره داده چې نور د اشغال د دوام لپاره پلمې او توجیهات جوړ نه شي او که په چا کې لږ هم ایمان او احساس وي، نو د خارجي اشغالګرو خلاف دې د خپل وس او توان سره سم لاس په کار شي، کنه نو د کابل د خلکو د شپې خوبونه به هم حرام، عزتونه به یې سپک او ژوند به یې لا پسې تریخ شي، داسې به دا هوایي صلیبي داړه ماران او د دوی داخلي ګوډاګیان خپلو وحشتونو ته دوام ورکوي او افغان ولس ته به په ډول ډول پلمو بهانو د اسلامیت او آزادۍ خوښولو په جرم سزا ورکول کیږي.

الله جل جلاله دې مخلص مجاهدین او مبارزین، هغه څوک چې خالص د الله جل جلاله د رضا لپاره قربانۍ ورکوي او مبارزه مجاهده کوي، کامیاب کړي او پاک رب دې دا راغلي یرغلګر د خپلو غلامانو سره یو ځای مات او ذلیل کړي چې نور خلک یې له شر نه په امن شي.

د نړیوال کفر د بشپړ شکست په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوجنید

اشرف ####, کرزی #### او نور دارګ ##### دې ښه واوري که یې ددې کار اجازه ورکړه کفارو ته نو دوی دې په ځان پوه شي چې اجل یې بیخي نږدې دی, هم د دوی او هم دکفارو. دابه ددې کفارو لپاره د شرمېدلو یوه بله لاره الله ج جوړه کړې وي چې کابل ښار هم ورته سور اور کړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x