
له فاریابه د ناټو عسکرو یو ځل بیا شاتګ کړی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولایتي شورا ځینې غړي وايي، له میمنې ښار یو ځل بیا د ناټو عسکر وتلي او مزار شریف ته تللي دي.
لس ورځې وړاندې د ناټو د پرېکنده مامویت ۶۰ عسکر میمنې ته د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلي وو؛ خو تېره شپه ناوخته یې میمنه پرېښې او په شا شوي دي.
د فاریاب ځايي امنیتي چارواکي د جګړې له ډګره د ناټو عسکرو په شا کېدو اندېښمن کړي دي؛ خو وايي چې د ۲۰۹شاهین قول اردو څخه به تازه دمي عسکر فاریاب ته راولېږدول شي.
د فاریاب د ولایتي شورا غړی محمد طاهر رحماني وايي، په فاریاب کې د ناامنیو زیاتېدو او د ناټو عسکرو تېښته به دغه ولایت د طالبانو لاسته وغورځوي.
په فاریاب کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه سخته شوې ده، چې دوې اوونۍ وړاندې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت عسکر یې مرستې ته ورغلي وو؛ خو تېره شپه یې افغان عسکر د جګړې په ډګر کې یوازې پرېښودل او مزار ته ولاړل.
له دې وړاندې هم له ځینو ولایتونو امریکايي او ناټو عسکر د جګړې له ډګره په شا شوي وو او بګرام او نورو پوځي اډو ته تللي وو.
د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو وزراتونه او د ملي امنیت اداره نږدې هره ورځ د سلګونه طالبانو د وژنې راپورونه ورکوي؛ خو په جګړه کې کوم ښکاره لاسته راوړنه له رسنیو سره نه شریکوي.
مات سوی سپئی دمیدان نہ دی