
جنرال سيسي د ولسمشرۍ لوړه وکړه
نن ټکی اسيا: د مصري پوځ پخواني سرلښکر او د منتخب ولسمشر، محمد مرسي پر خلاف د کودتايي رژيم مشر فيلډ مارشال جنرال عبداالفتاح السيسي د ولسمشرۍ لوړه وکړه.
د لوړې مراسمو کې د مصر پخواني لنډ مهالي ولسمشر عدلي منصور، الازهر پوهنتون رئیس دکتور احمد الطيب او مصر کې د قبطي عيسايانو لارښود په ګډون ګڼ کورنيو او بهرنيو مېلمنو هم ګډون کړی دی
د لوړې د مراسمو پر مهال پلازمېنه قاهره کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او د پلازمېنې په لارو او کوڅو کې پوځ ګزمې کوي.
په دغو مراسمو کې د سعودي عربستان وليعهد شهزاده سليمان بن عبدالعزيز د ځانګړي ميلمه په توګه ګډون لري.
مصري رسنۍ وايي چې سيسي له لوړې وروسته قصرالاتحاديه ته ولاړ، هلته به د پوځ سلامي اخلي او له لنډمهالي ولسمشر عدلي منصور څخه به واک په رسمي ډول تر لاسه کوي.
جنرال عبدالفتاح السيسي د اخوان المسلمين د حکومت پر مهال د لومړي منتخب ولسمشر پر لاس د دفاع د وزير په توګه لوړه کړې وه، چې مصري دولت او ولس ته به درناوی کوي او هيڅکله به د مصر د ملي ګټو پر خلاف نه خپله ګام اخلي او نه به بل څوک دې ته پرېږدي.
مګر د څه مودې په تېرېدو د يو شمېر سيمه یيزو او نړيوالو هېوادونو په ملاتړ يې د خپل منتخب ولسمشر پر خلاف کودتا وکړه او له هغه وخت را په دېخوا مصر کې زرګونه مصريان و وژل شول او زرګونه نور زندانيان شول.
د سيسي په مشرۍ کودتايي رژيم اخوان المسلمين يو ترهګر ګوند اعلان کړ او پر هر ډول فعاليتونو يې بنديز ولګاوه.
کودتايي رژيم تر اوسه د اخوان المسلمين اوله، دوهمه او درېيمه درجه مشران نيولي او شاوخوا ۷۰۰ مشران يې د رژيم لخوا په اعدام محکوم شوي دي.